 | | | په افغانستان کې په نشه دروږدوکسانو نه ( ٪١٥ ) ښځې او (٪٧)ماشومان دي. |
دروغتيايي کارپوهانو په وينا په نشه يي توکوروږدېدل ددې راز کسانوپه مغز او ذهن هم ناوړه اغېزلري او هغوی ته يولړرواني ستونزې پيدا کوي. ( ٪١٥ ) ښځې او تر(٪٧) ډېر ماشومان له هغو يو مليون څخه د ډېرو افغانانو يوه برخه جوړوي چې په نشه يي توکو روږدي دي . داسروې په(٢٠١٠ )کال کې دعامې روغتيا وزارت اودنشه توکو پروړاندې دمبارزې وزارت لخوا د يو ان ډي سي موسسې په همکارۍ ترسره شوېده. خان محمدد لغمان اوسېدونکی له( ٢٢) کالونوراپدېخوا په پوډرو روږدی دی، چې له امله يې رواني ستونزې ورته پيدا شوېدی. په رواني ستونزو د اخته کېدو يو لامل په ټولنه او کورنۍکې په نشه يي توکو دروږدو کسانو سپکاوی ښودل شوی، چې په اعصابوناوړه اغېز لري. ددې ترڅنګ په مخدره موادو روږديدل د بدن مقاومت ټيټ او ساري ناروغيوته لکه، تورژېړي، ساه لنډۍ، ايډز او دوينې کموالي ته لار هواروي.  | | | دمعتادينوپه رواني ناروغيوداخته کېدو يولامل دکورنۍ لخوادهغوی سپکاوی دی. |
ددې لپاره، چې په نشه يي توکوروږدي کسان خپل عادي ژوندته راوګرځوو، لازمه ده، چې هغوی ته دنشه توکوزيانونه بيان او عادي ژوندته يې راوبولو. ددې کاردسرته رسولولپاره غوره ده، چې له هغوی سره دښه چلند او خدمت ترڅنګ يې درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړو. |