BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:22 گرينويچ 2011 ,03 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: دغاښونو رژېدل

دغاښونورژېدل
ددې لپاره چې غاښونه موخراب نشي، له سګرټو، نسوارواونورونشه يي توکوځانونه وساتئ.
غاښونه د انسان په بدن کې تر ټولومهمه دنده سرته رسوي، چې که چېرې يې پاکوالي ته پاملرنه ونشي، کيدای شي غاښونه چينجن، وراسته، مات اوله منځه ولاړ شي.

د روغتيايي کارپوهانوپه وينا دغاښونوله ستونزوسره دهغو کسانودمخامخ کېدو چانس ډېردی، چې نشه يي توکي کاروي.

د ننګرهان اوسېدونکی، ګلزمان بياهغه کس دی، چې هيڅ راز نشه يي توکي نه کاروي، خوبيايې هم غاښونه يوپربل پسې چينجن اوخالي کيږي.

د جلال ابادد عامي روغتياپه روغتون کې د غاښونو دناروغيو متخصص، ډاکتر عبدالستار پدې هکله داسې وويل:

"هغه کسان، چې بدن يې دکلسيم، منرالونو او ډي دويټامينوله کمښت سره مخ وي، هم دغاښونو د ماتېدو او رژېدلو له ستونزې مخ کيږي."

دعمرپوخوالی، ارثيت او جنسيت هم دغاښوپه رژېدوکې رول لري او دنارينه وو په پرتله په مېرمنوکې داستونزې سره ډېرې لېدل کيږي.

دغاښورژېدل
تازه مېوې، مستې، شيدې اونورکلسيم لرونکي خواړه دغاښونودرژېدو مخنيوی کوي.

ددې لپاره،چې له دې ډول ستونزو موځان ژغورلی وي، له سګرټو، نسوارو او نورونشه يي توکودپرهېز ترڅنګ دې خپل غاښونه هم پاک وساتئ.

همدا رازهغه کسان، چې پدې ناروغۍ اخته دي دخپل بدن دکلسيم دپوره کولولپاره دې له شيدو، مستو، هګيو، سبزيجاتو او تازه مېوونه ډېره ګټه واخلي.

د تور ژيړي درملنهروغتيا او ژوند
د تور ژيړي درملنه
تور ژېړیروغتيا او ژوند
تور ژېړی
دپوستکي چاودلروغتيا او ژوند
د پوستکي چاودل
د تانسلونو مکروبي کېدلروغتيا او ژوند
د تانسلونو مکروبي کېدل
اميدواري او ستړياروغتيا او ژوند
اميدواري او ستړيا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>