 | | | وينې ورکوونکی بايدمايعات ډېرواخلي اوتر72ساعتونوپورې دروندکارونکړي. |
روغتيايي کارپوهان دوينې ورکړه له يوې خوا وينې اخيستونکي ته د روغتيااوسلامتۍ لامل اوله بله پلوه وينې ورکوونکي ته دخوښۍ اوآرامتياداحساس راوړونکې ګڼي. له دې ځايه واوری! دوينې د مرکزي بانک مشر مسعود رحماني هغوکسانوته، چې دوينې غوړيې زيات او فشار يې لوړوي، دوينې ورکړه ګټوره وبلله. د وينې په ورکړې سره کيدای شي ډېری عادي ياهم سخت دردونه او ځينې نورې ستونزې له منځه ولاړې ياهم کمې شي. د وينې په ورکړه سره، چې دروغتيايی مسوولينوله خوا ترسره کيږي، په بدن کې دوينې توليدوونکې يو شمېرتازه او ځوانې حجرې رابرسېره کيږي. مخکې تر هغې، چې له روغ کس نه ترې واخيستل شي، فزيکي او روغتيايي معاينات يې ترسره کيږي. له( 50) کيلوګراموکم وزن درلودونکونه وينه نه اخيستل کيږي،يوازې هغه کسان وينه ورکولی شي، چې عمر يې د (18 ) او ( 65) کالونو ترمنځ وي .  | | | دوينې په ورکړې سره دانسان په بدن کې دوينې نوې حجرې راژوندۍ کيږي. |
روغتيايي څيړنو په ډاګه کړې، هغه کسان ، چې وينه ورکوي، ډېر کم يې د زړه په ناروغيو اخته کيږي. وينې ورکوونکي ته ښايي، چې دوينې ترورکړې وروسته زيات معايعات واخلي او تر (72 ) ساعتونوپورې له درنوکارونوډډه وکړي. |