BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:54 گرينويچ 2011 ,17 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ټپ پالنه

دټپ پالنه
که چېرې دټپ په پاک ساتلوکې بې پروايي وشي، ټپ مکروبي اومکروب يې په وجودکې خپريږي.
انسانان دژوندپه اوږدو کې په بېلابېلوناروغيو اخته کيږي، چې ځينې يې دډاکتر په درملواوځينې دعمليات ترسره کولووروسته روغتيا مومي.

دعمليات شويو ناروغانوټپونه کله ناکله له روغتون نه تررخصتېدو وروسته د نه پاملرنې په صورت کې مکروبي او ان وراسته کيږي هم.

دا ډول پېښې بېلابېل لاملونه لري، چې دکابل په وزيراکبر خان روغتون کې د جراحۍ دڅانګې متخصص ډاکترمېرويس نوراني پدې اړه داسې وويل:

"ناروغ ته ښه خواړه نه رسېدل دهغه دبدن مقاومت ټيټ او دټپ په ژر رغېدوکې ځنډ رامنځته کوي.

ددې ترڅنګ پخپل وخت دارو نه خوړل، دټپ پاک نه ساتل ، به ناولې ټوټه دهغه تړل او پخپل سرپرټپ ملهم اېښودل دټپ دمکروبي کېدو لامل کيږي."

ترعمليات وروسته دټپ مکروبي کېدل
ټپ دې په روغتيايي کارکوونکوپانسمان اودهغه په پاک ساتلوکې دې هڅه وشي.

که چېرې دټپ په پاک ساتلوکې بې پروايي وشي او ټپ مکروبي شي، کيدای شي، چې مکروب په وينه کې ګډ او ټول بدن کې خپاره شي.

تر عمليات وروسته دټپ دژر درملنې لپاره دې له روغتيايي کارکوونکو مرسته وغوښتل شي او ترڅنګ دې پروتين لرونکي خواړه لکه : شيدې، هګۍ، لوبيا، يخني ښوروا او تازه مېوه ډېره وخوړل شي.

وينه ورکولروغتيا او ژوند
وينه ورکول
دغاښونورژېدلروغتيا او ژوند
دغاښونو رژېدل
د تور ژيړي درملنهروغتيا او ژوند
د تور ژيړي درملنه
تور ژېړیروغتيا او ژوند
تور ژېړی
دپوستکي چاودلروغتيا او ژوند
د پوستکي چاودل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>