 | | | هغه کسان، چې غوږ يې دردپيدايا ترې وينې، ځوي راځي ډاکترته دې ورشي. |
کله نا کله دځينوکسانودغوږ پردې دبهرنۍ ضربې ياهم نورو لاملونوله کبله شليږي، چې داکار ناروغ له يولړ ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي. د وردګو ولايت اوسېدونکي عبدالله وويل ، چې پلاريې په څپېړه وواهه، دغوږ پرده يې وشلېدله، چې اوس خبرې پرې نه اوري. ددې سربېره يوشمېرنور لاملونه هم شته، چې دغوږ پردې ته زيان رسوي، پدې اړه دغوږ، پزې اوستوني دناروغيو متخصص ډاکتر غلام رباني نازبر وويل: ډېر لوړ آواز اورېدل، دپزې او ستونې يوشمېرناروغۍ اودغوږ ګزک هم دغوږ دپردې دشلېدلو لامل کيدای شی. يوشمېرکسان ددې ناروغۍ ددرملنې لپاره کورنۍ درملنې هم کوي، خوډاکتران پدې برخه کې کورنۍ درملنې خطرناکې بولي. هغوی وايي، چې پخپل سر درملنه کيدای شي ناروغ ته دغوږ ترڅنګ دستوني او ان دمغزو ناورغي پيدا کړي، چې درملنه يې ستونزمنه کيږي. هغه ناروغان، چې له دې ستونزې سره مخ دي، دځان مينځلو پرمهال دې هڅه وکړي، چې اوبه يې په غوږونوکې ولاړې نشي.  | | | پخپل سر او کورنۍ درملنه کيدای شي ناروغ ته دمغز ناروغي هم پيدا کړي. |
هغه کسان، چې غوږونه يې درد پيدا او ياهم ترې وينې يا ځوې راځي، بې له ځنډه دې ددرملنې لپاره ډاکتر ته ورشي. ديادونې وړ ده، چې دغوږ دخارښت پرمهال په غوږکې دګوګړو پلته،سيخک اونورو تېرو شيانو وهل دغوږدپردې دشلېدلو لامل کيږي. |