 | | | هغه کسانوته ژورخپګان ډېرپيدا کيږي، چې خپلې ستونزې له نورو سره نه شريکوي. |
ژورخپګان(depression) يوه اروايي ناروغي ده، چې دروغتيايي کارپوهانوپه وينا د بېلابېلولاملونوله کبله انسانانوته پيدا کيږي. هغه کسان پدې ا ناروغۍ ډېراخته کيږي، چې داوږدې مودې لپاره تشويش ورته پيدا او خپلې ستونزې له نورو سره نه شريکوي. د کابل ښار اوسيدونکی قيس له څلوروکالونوراپدېخوا ددې ناروغۍ له امله خوب ورک، سردرد ورته پيدا او په وړه خبره غوسه کوي. د اروايي ناروغيو متخصص ډاکتر فريداحمدانوري وويل، چې داډله ناروغان يوازيتوب خوښوي. ژړا، سردرد، بې خوبي اوبې اشتهايي يې له سترو نښونښانوڅخه شمېرل کيږي. \  | | | ژړا، سردردي، بې خوبي او بې اشتهايي دژورخپګان له نښونښانوڅخه شمېرل کيږي. |
روغتيايي څېړنوښودلې، چې دماغي تفريح، ورزش، مطالعه او سالمې بوختياوې د اروايي ناروغيوپه درملنه کې ډېرې ګټورې تماميږي. دکورنۍ غړوته ښايي، چې ددې ډول ناروغانوسره نېک سلوک وکړي، دهغوی مثبتو غوښتنو ځواب ووايي اودپروخت درملنه کې يې جدي ګام پورته کړي. |