 | | | ډېرې اوبه، زيات غوړ اوسره کړي خواړه هم دامېدواره مېرمنودزړه اېشېدنې لامل کيږي. |
زړه اېشېدنه يوه روغتيايي ستونزه ده، چې يوشمېر امېدواره مېندې يې په ټټر ياهم دنس په پورتنۍ برخه کې احساسوي. يوشمېرامېدواره مېند دزړه اېشېدنې پيدا له امله پخپل وخت خواړه نشي خوړلی، چې دا کارموراودهغې په نس کې ماشوم کمزوری کوي ليلما هغه داوو مياشتوامېدواره وه،چې دزړه اېشېدنې له امله ورته بې خوبې پيدا او دکابل ښاريوه روغتيايي مرکز ته راغلې وه. په افغان روغتون کې مؤظفې ډاکترې ليلما نيازۍ وويل، چې له معدې نه مرۍ ته دتېزابوپه راتلوزړه اېشېدنه رامنځته کيږي. په امېدوارو مېندوکې دا ستونزه دېری وخت دامېدوارۍ ددورې په وروستيودرېيو مياشتوکې ترسترګو کيږي.  | | | له معدې نه مرۍ ته دتېزابوپه راتلوسره امېدوارې مېرمنې ته زړه اېشېدنه رامنځته کيږي. |
ددې ستونزې لاملونه ګاز لرونکي مشروبات، ډېرې اوبه، زيات غوړ اوسره کړي خواړه ، مخدره توکي او دخانيات يادولی شو. ددې لپاره، چې امېدواره مېندې دزړه اېشېدنې له ستونزې سره مخ نشي ښايي، چې منظم خواړه وخوري او ترخوړو وروسته تريوه ساعت پورې له کارکولو اوسملاسي غځېدلوډډه وکړي. |