 | | | که چېرې ماشوم په روغتيايي کارکوونکو سنت شي اوټپ يې پاک وساتل شي، نه مکروبي کيږي. |
د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونوکې دماشوم سنتول داسلامي عقايدو پر بنسټ ترسره کيږي، چې په افغانستان کې هم داسلام له راتلو سره سم دماشوم سنتول پيل شويدي. ددې هېواديوشمېر خلک ماشومان په غيرمسلکي کسانولکه تجربه لرونکوکسانواو سلمانيانوسنتوي، چې داکار ماشوم ته روغتيايي ستونزې پيدا کوي. هغوی داډول سنتول دډاکتر ترسنتولو غوره ګڼي، خويوشمېرنورو بياد رسم او رواج پرځای روغتيايي کارکوونکوباندې خپل ماشوم سنتوي. دکابل دماشوم دروغتياساتنې روغتون جراح ډاکترفضل الرحمن فضل دغير مسلکي کسانولخوادماشوم دسنتولودخطرونوپه اړه داسې وويل: "دغير مسلکي کسانو په وسيله دماشوم سنتول شديده خونريزي ، د تناسلی آلې دبڼې خرابېدل او د بولو دنلکې دسوري کېدلو ګواښونه له ځان سره لري. پداسې حالاتوکې کله ناکله دماشوم دتناسلي آلې سرله منځه ځي، چې په ځينو حالاتو کې يې درغېدوامکان هم نه وي."  | | | په غيرمسلکي کسانودماشوم سنتول ماشوم ته شديده خونريزي هم پيدا کوي. |
که چېرې ماشوم په روغتيايي کارکوونکو سنت شي، دټپ دپاک ساتلو په صورت کې هغه نه مکروبي کيږي. که چېرې دنه پاملرنې په صورت کې ټپ مکروبي، ګزک اوپړسوب ، تبه اودادراروبندېدل پيدا شي، ناروغ دې ددرملنې لپاره بې له ځنډه روغتيايي مرکزته ورسول شي. |