BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:19 گرينويچ 2011 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: دنس ناستي ناروغي

په ماشومانوکې نس ناستی
په نس ناستي اخته ماشوم ته دې مايعات او اوبلن خواړه ډېر ورکړل شي.
په ماشومانو کې نس ناستی يوه مکروبي ناروغې ده ، چې په ګرمه هواکې ۶۳ سلنه ماشومان پرې اخته کيږي.

هغه کسان، چې دخپلو ماشومانوخوړو، څښاک، چاپېريال اودهغه دځان پاکوالي ته پاملرنه ونکړي، ماشومان يې ډېرپه نس ناستي اخته کيږي.

روغتيايي کارپوهان وايي، چې که چېرې په توده هواکې يوماشوم له درې ځلې ياترهغې زيات استفراغ وکړ يايې نس خراب و،پدې ناروغۍ اخته ګڼل کيږي.

دکابل ښاردماشوم دروغتيا ساتنې دروغتون يو موظف ډاکتر احمدولي همدرد پدې اړه داسې لارښوونه وکړه:

په نس ناستي اخته ماشوم دې ژر روغتون ته ورسول شي، ځکه دبدن داوبواو انرژۍ د ضايع دکېدوپه صورت کې ماشوم دمرګ له ګواښ سره مخ کيږي.

په ماشومانوکې نس ناستی
په اسهال اخته ماشوم دې دروغتيايي کتنواودرملنې لپاره روغتون ته ورسول شي.

په نس ناستي اخته ماشوم ته دې مايعات او نرم خواړه لکه : پاکې اېشېدلې سړې اوبه، دمالګې او اوبو محلول، دوريجواوبه او دترکارۍ ښوروا ورکړل شي.

هغه کورنۍ، چې په آسانۍ نشي کولای دارواو ډاکترته خپل ماشوم ورسوي، کولای شي په څلورګېلاسواوبوکې څلورکاچوغې بوره اونيمه کاچوغه مالګه ګډه کړي اوماشوم ته په لنډو وقفو ورکړي.

بې خوبيروغتيا اوژوند
بې خوبي
دماشوم اروايي ستونزېروغتيا اوژوند
دماشوم اروايي ستونزې
ماشوم او درانه کارونهروغتيا اوژوند
ماشوم او درانه کارونه
جاردياروغتيا اوژوند
جارديا
دماشوم سنتولروغتيا اوژوند
دماشوم سنتول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>