 | | | دماشوم رټل او وهل په ماشوم کې دمحروميت او کمۍ احساس راژوندی کوي. |
په انسان کې د اروايي ودې پړاو له پيدايښت سره پيل او تربوډاتوب پورې بشپړيږي، خو پرماشومانودرانه کارونه سرته رسول هغوی له ذهني اوجسمي کمزورۍ سره مخ کوي. په افغانستان کې په درنوکارونودکم عمر ماشومانوګمارل ديوشمېرهغو نړيوالو ټولنو اندېښنې په ډاګه کړي، چې دماشوم په برخه کې کارکوي. هغوی وايي، چې ماشوم پدې عمر کې په ښوشرايطوکې تربيې، تفريح اودمور او پلار مينې ته اړتيالري،نه له توان نه وتلو کارونو ته. په افغاني ټولنه کې ډېری داسې پېښې ترسترګوکيږي، چې ماشوم درانه کارونه سرته رسوي اوترڅنګ يې وهل، رټل اوبدسلوک هم ورسره کيږي. جبار هغه دوولس کلن هلک دی، چې دکابل په ښار کې موټرې مينځي اودکاردمشرله سپکوسپورو په تنګ او ددرنوسطلونووړل يې ځوروي. دکابل د روانی روغتون موظف ډاکتر شفيع عظيم داشان پېښې په ماشوم کې دمحروميت او کمۍ احساس راژوندی کوي. داډول ماشومان دليک لوست له زده کړې ليرې پاتې کيږي او دژوند په اوږدوکې د اروايي ناروغيوسره هم لاس او ګرېوان کيدای شي.  | | | پرماشومانودرانه کارونه سرته رسول هغوی له ذهني اوجسمي کمزورۍ سره مخ کوي. |
نازو دکابل ښار هغه بله نجلۍ ده، چې وسپنې اوکاغذونه ټولوي، خودموراوپلار ناوړه چلند پرې بده اغېزه کوي. که چېرې له ماشومانوسره دهغوی دکورنۍ اوټولنې لخوا ښه سلوک او مرسته وشي، هغوی پخپل ځان باوري کوي او پوهيږي،چې دنوروپه څېرپه ښه توګه دژوند کولو جوګه کيدای شي. . |