BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:56 گرينويچ 2011 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: بې خوبي

بې خوبي
پرله پسې بې خوبي دانسان پر بدن او اعصابو ناوړه اغېز لري، بايد درملنه يې وشي.
روغتيايي څېړنو ښودلې، چې په نړۍ کې په سلوکې له (۴۵-۵۵) کسانو پورې دبې خوبۍ له ستونزې سره مخ دي .

داروايي ناروغيومتخصصينودبې خوبۍ له ستونزې سره مخ ناروغان په دوو ډلو ويشلي : دجسمې ناروغۍ لرونکي او په اروايي ناروغيو اخته کسان.

داروايي ناورغيومتخصص ډاکترفريداحمد انوري دبې خوبۍ ډېری لاملونه اروايي ناروغۍ يادې کړې.

پرله پسې بې خوبي دانسان پربدن او اعصابوناوړه اغېزلري او پدې برخه کې کورنۍ درملنې ډېرې زيان راوړونکې ګڼل کيږي.

ددې ترڅنګ خوب راوړونکې دارو اوياهم دترياکوکارول ناروغ معتاد، داعصابورېښې يې تخريب او دمرګ له ګواښ سره يې هم مخ کوي.

د ټينګ چای ياقهوې څښل، دشپې له خوا دېره ډوډۍ خوړل اوبيا ژر آرام کول ،دبې خوبۍ ستونزې زياتوی.

بې خوبي
بې خوبه کسانوته ښايي، چې ترڅملاستودمخه په تړمواوبوولامبي يايو ګيلاس شيدې وڅښي

په بې خوبۍ اخته کسانوته غوره ده، چې له خوب نه مخکې په تړمواوبو حمام وکړي. يوګيلاس شيدې وڅښي اوياهم مطالعه وکړي.

همدارنګه دشپې له خوا وخته څملاستل او سهاروخته له خوب نه راپاڅيدل دبې خوبۍ ستونزې راکموی.

روغتيايي کارپوهان په يوه شپه او ورځ کې دماشوم لپاره له (۹-۱۰) اودلويانولپاره له (۶-۸) ساعتونوپورې خوب کول اړين بولي.

دماشوم اروايي ستونزېروغتيا اوژوند
دماشوم اروايي ستونزې
ماشوم او درانه کارونهروغتيا اوژوند
ماشوم او درانه کارونه
جاردياروغتيا اوژوند
جارديا
دماشوم سنتولروغتيا اوژوند
دماشوم سنتول
دغوږ دپردې شلېدلروغتيا او ژوند
دغوږ د پردې شلېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>