 | | | په ماشوم داسې کارسرته رسول، چې دهغه دخوښې اوتوان سره برابر نه وي، اروايي ستونزې ورته پيدا کوي. |
هغه ماشومان، چې په درنو کارونو ګمارل کيږي ، په راتلونکې کې له زياتو رواني ستونزو سره مخ کيدای شي، چې د اروايي ناروغيو متخصصين پدې برخه کې دکورنۍ ونډه له ارزښت نه ډکه بولي. هغوی وايي، چې له ماشومانوڅخه دکورنۍ دغړو دملاتړ او پاملرنې په صورت کې ماشوم پخپل ځان باورپيدا کوي. نجيب الله هغه پلاردی، چې دوه زامن يې په حمام کې ورسره کارکوي، خودکارترڅنګ يې هغوی ته دزده کړې او تفريح زمينه هم برابره کړېده. ارواپوهان هغو ماشومانوته، چې له کورنه بهر کارکوي، دکاراوتفريح دزمينې برابرول دهغوی داروايي تقويې لپاره ډېرګټوربولي.  | | | کارګرو ماشومانوته دسات تېرۍ او زده کړې دزمينې برابرول هغوی له اروايی ستونزو ژغوري. |
عبدالجبارهغه ۱۲ کلن هلک دی، چې دموټرمينځلوله امله له زده کړې پاتې و، ډېر ځورېده، خو اوس په آشيانه کې ورته دزدکړې زمينه برابره اوخوښ دی. د اروايي ناروغيومتحصص ډاکترمحمدشفيع عظيم وويل، چې کورنۍ اوټولنه دنده لري، چې دماشوم دځورونې او وهلو ډډه وکړ، خوهغوی په خپل نفس باورپيدا اودمحروميت احساس ونکړي. |