 | | | يوشمېرځوانان دسر دوېښتانو دپخې له توېيدو شرميږي او ترې رنځ وړي. |
روغتيايي څېړنوښودلې، چې ډېری ځوانان دسردوېښتانو دپخې له شتون نه شکايت لري او ددې لپاره، چې دا ستونزه يې نوروته هم دليدو وړ ده، ترې ځوريږي. دسردويښتانو پخې يوه جلدي ستونزه او په دوه ډوله ده: لومړۍ ډول يې وچه او دويم ډول يې غوړې پخې دي، چې ډېری په ځوانانوکې ليدل کيږي. دسرپخې په بېلابېلو سيموکې په بېلابېلو نومونويادوي. بابه خان دپنجشېر اوسېدونکی وويل، چې هغوی يې دبټاروپه نوم پېژني. يوشمېر ځوانان وايي کله چې ويښان ږمنځ کړي، سپينې پخې يې په اوږو توييږي، چې له دې امله دشرم احساس ورته پيدا کيږي. داچې ولې په ويښتانوکې پخې پيدا کيږي،دکابل په ابن سينا روغتون کې دجلدي ناروغيو متخصص ډاکتر صبور صابروويل: ؛هورموني اختلالات، غوړپوټکی او دفنګسونو مداخله، دسردپوټکي دمکروبي کېدو لامل او په پايله کې دسرويښتان پخې پيدا کوي.  | | | د ويښتانو منظم مينځل او ږمنځلول د ويښتانود پخې په ورک کېدو کې مرسته کوي. |
يوشمېر خلک ددې ستونزې لپاره کورنۍ درملنې کوي، خو روغتيايي کارپوهان کورنۍ درملنې بې ګټې اوډاکتر ته تلل اړين بولي. په منظم ډول دويښتانو مينځل، هغوی ته مساژ ورکول اوزيات ږمنځول دويښتانو دپخې په ورک کېدو کې ډېر ګټور تماميږي. |