 | | | ناپاکې اوبه ، نامينځلي خواړه، مېوه او ترکاري داميب دپيداکېدو لامل کيږي. |
اميب يوه ميکروبي ناروغۍ ده ، چې طبي نوم يې اميبياسيس دی، اوسېدوځای يې دانسان بدن او چاپېريال دی او دګرمۍ په موسم کې يې پېښې ډېرې تر سترګو کيږي. ډاکتر عبدالرحمن اکبري، دکابل دانتاني ناروغيو دروغتون يوه تن متخصص، کانګې، تبه او په نس ناستې کې وينه ددې ناروغۍ نښې وګڼلې. روغتيايي کارپوهان ددې ناروغۍ دپيداکېدو لاملونه دناپاکواوبوڅښل، نامينځلې ترکاري اومېوه او پاتې شوني خواړه بولي. محمد وسيم دکابل ښار اوسېدونکي داميب دناروغۍ ددرملنې لپاره دآلوبخار پوټکي خوړلي وو خوګټه يې ورته نه وه کړې. ډاکتران کورنۍ درملنې زيان راوړونکې بولي او وايي چې ددې ناروغۍ په درملنه کې ځنډ کلمې، ځيګر او ماغزو ته زيان رسوي.  | | | تبه، دنس درد، کانګې اوپه نس ناستي کې وينه داميب له نښونښانو څخه شمېرل کيږي. |
تشناب ته له تللو وروسته، له ډوډۍ خوړلو مخکې او وروسته لاسونه په پاکواوبو اوصابون مينځل، مېوه او ترکاري په پاکو اوبو او په کلورينوباندې مينځل پدې ناروغۍ له اخته کېدو مخنيوی کوي. |