BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:58 گرينويچ 2011 ,13 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: فستولا

فستولا
په کم عمر کې دنجونو وادول دولادي فستولا په ناروغۍ دميندو داخته کيدولامل کيږي.
هغه نجونې، چې له ۱۸ کلنۍ نه په کم عمر وادونه کوي ¸ځينې وختونه داميدوارۍ په دوران کې له يولړ جدی ستونزو سره مخ کيږي، چې يوه له دې ستونزو نه ولادي فستولا ده.

دکابل په ملالۍ زېږنتون کې يوې مېرمنې،چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې ، دماشوم ترزېږون وروسته يې غايطه مواد اوادرار بې واکه شوي دي.

دا چې فستولاڅه او ولې پيدا کيږي،دملالۍ په زېږنتون کې دښځينه ناروغيو متخصصې ډاکترې پښتون کوهستانی وويل:

"فستول دولادی مجرا اومثانې ترمنځ ديوه کوچنې سوری درامنځته کېدو له امله پيدا کيږي."

هغه نجونې چې په کم عمر کې ودونه کوی ، د بدن داووم والی له امله نړۍ ته دماشوم راوړلوته نه وي چمتو،له دې امله پدې ناروغۍ اخته کيږي.

په مېرمنوکې دفستولاناروغي يوشمېر رواني ناروغۍ هم رامنځته کوي. ددې ډول ناروغانوتناسلي دستګاه بدبوی هم پيدا کوي.

فستولا
ولادي فستولا دمېرمنويوه خطرناکه ناروغي ده، چې ښايي مخنيوی يې وشي. .

ددې ناروغۍ څخه دمخنيوی ترټولوغوره لار، دماشوم تر زېږېدنې دمخه روغتيايي مرکز ته دمور رسول دي .

ددې لپاره، چې ميندې له دې ډول ستونزو سره مخ نشي، کورنيوته ښايي چې خپلې خوېندې او لوڼې په کم عمر کې واده نکړي.

دديدکمېدل روغتيا اوژوند
د ديد کمېدل
دموردشيدو زياتېدلروغتيا اوژوند
دموردشيدو زياتېدل
په ماشومانوکې نس ناستیروغتيا اوژوند
دنس ناستي ناروغي
بې خوبيروغتيا اوژوند
بې خوبي
دماشوم اروايي ستونزېروغتيا اوژوند
دماشوم اروايي ستونزې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>