 | | | دلمر نېغ په نېغه وړانګې هم پرمخ اوټنډه دداغونودپيدا کېدو لامل کيدای شي. |
داميدوارۍ په دوره کې ديوشمېرمېرمنوپرمخ او ټنډه پيکه نصواري رنګه داغونه پيداکېږي، چې دهغوی ديوشمېردنارامۍ لامل هم کيږي. له دې ځايه واورﺉ! روغتيايي کارپوهان داميدوارۍ په موده کې دمېرمنودبدن دهورمونودبدلون خبرې کوي، خوشمېرنورلاملونه هم ددې رازستونزو لامل کيږي. دښځينه ناروغيو متحصصې ډاکترې ښايستې راحت انصاري داميدوارمېرمنودمخ داغونه دهغوی په بدن کې دويټامينوکمښت وباله. روغتيايي څېړنوښودلې ، چې داميدوارۍ په موده کې دهورمونونو بدلون دبدن دپوټکي دحساسوالي لامل کيږي. ددې ترڅنګ دلمر نېغ په نېغه وړانګې هم پرمخ اوټنډه دداغونودپيدا کېدو لامل کيدای شي. دا ستونزه کله نا کله يوشمېرمېرمنو تشويشونه هم پيدا کوي،چې روغتيايي کارپوهان داتشويشونه دمور اوماشوم دنورو ناروغيودپيداکېدو لامل بولي.  | | | داميدوارۍ په موده کې دهورمونونو بدلون دبدن دپوټکي دحساسوالي لامل کيږي. |
دډېری ميندوپرمخ دداغوپيدا کېدل ميراثي بڼه هم لري. خو څرنګه کولای شو ددې ستونزې مخنيوی وکړو؟ دپاکو اوبوڅښل،دلوبيا، نخودو، دالو، شيدو، مستو، سبزيجاتو او تازه مېوو خوړل هم ددې ستونزې په ليرو کولوکې ډېرګټور تماميږي. |