 | | | دسياتيک په ناورغۍ کې بې پروايۍ دناروغ دفلج کېدو لامل هم کيدای شي. |
دانسانانودملا له تيرنه ددواړو پښو ترګوتو پورې دوه عصبی رګونه غځيدلي ،چې طبي نوم يې سياتيک او عام وګړي يې رګ نسابولي. دا رګونه پر بدن دضربو په وړاندې حسي دنده لري. محمدآغادکابل اوسېدونکي ته ددرانه کاڼي دپورته کولوله امله په ملا او پښوکې درد پيدا شوی و، چې درې مياشتې يې حرکت نشوکولای. داچې دا ناروغي ددرنو وزنونوله پورته کولو سربېره نور له څه پيدا کيږي، داورتوپيدي او تروماتولوژي يوه پروفيسورډاکترمحمداسماعيل وردګ وويل: "طبيعي پېښې او پربدن کلکې ضربې هم دسياتيک دناروغۍ لامل کيږي، چې ددې ناروغۍ نښې په لاندې ډول دي: د يوې يادواړو پښو دورنونوپه کيڼه خوا سخت درد، سوی لرل او دپښې يخېدل او بې حسي يې نښې نښانې دي. " روغتيايي کارپوهان ددې ناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې بې ګټې بولي اولارښوونه کوي، چې ناروغ دې بې له ځنډه ډاکتر ته ورشي.  |  "طبيعي پېښې او پربدن کلکې ضربې هم دسياتيک دناروغۍ لامل کيږي."  |
ددې ناروغۍ په درملنه کې بې پروايي دناروغ دفلج کېدو ګواښ هم له ځان سره لري. ددې لپاره ، چې دسياتيک له ناروغۍ په امن کې واوسئ، په کړوپه ملابايدکارونکړئ او اميدوارې مېرمنې دې هم ددرنوشيانوله پورته کولو په کلکه ډډه وکړي. |