BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2011 ,30 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې

 له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
که چېرې له ټپيانوسره په سمه توګه لومړنۍ مرستې وشي، دهغوی دمرګ مخنيوی کيږي.
روغتيايي کارپوهان وايي،چې که چېرې دهغو تپيانو، چې وينه ترې بهيږي، ترنيم ساعت پورې زړه، دماغ اوسږوته وينه ونه رسيږي، دمرګ له ګواښ سره مخ کيږي.

دکابل ښارديوه اوسېدونکي، حميد الله يوه پښه دماين دچاودنې له امله له لاسه ورکړه او بله يې په ټوکر دسخت تړلوله امله ډاکترانوپرې کړه.

ځينې خلک ددې ډول ناروغانوکورنۍ درملنې هم کوي، خودکابل په ايمريجنسي روغتون کې م دجراحۍ دڅانګې موظف ډاکترشکورسردار وويل:

"کورنۍ اوپخپل سر درملنې دګټې پر ځای زيان رسوي اوټپي کسان له نورو ناروغيو سره لاس او ګرېوان کوي."

روغتيايي کارپوهان لارښوونه کوي، هغه ټپيان، چې له لاسونواوپښويې وينه ځي، له ټپ نه (۵) يا(۱۰) سانتي متره پورته دې په پاک ټوکر وتړل شي.

دا ټپ دې تر هرو دېرشو دقيقو وروسته يوخل پرانيستل شي، چې وينه دبدن نوروغړوته جريان پيدااو غړی له پرې کېدو وژغورل شي.

هغه ټپيان، چې غاړه يا مرۍ يې ټپي وي ، تړل يې ناشوني دي، داسې کسان بايدپه لومړي ګام کې په پاک ټوکر پانسمان شي.

 له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
هغه ټپيان، چې وينه ترې ځي، له ټپ نه (۵) يا(۱۰) سانتي متره پورته دې په پاک ټوکر وتړل شي.

که چېرې ټپ په سر، نس يا دشاپه برخه کې وي، لومړی دې ټپ په پاک ټوکرپټۍ پرې ولګول شي بيا دې هماغه شان وتړل شي.

پدې توګه که چېرې له هغوټپيانوسره، چې وينې ترې روانې وي، لومړنۍ مرستې په ښه توګه ترسره شي، ٪۹۰ دهغوی دمرګ او معيوبيت نه مخنيوی کيږي.

د مياشتني عادت بې نظمي روغتيا اوژوند
د مياشتني عادت بې نظمي
دزړه سوري کېدلروغتيا او ژوند
د زړه سوري کېدل
د واکسين ارزښتروغتيا اوژوند
د واکسين ارزښت
دسوځيدلي ماشوم سره مرستهروغتيا او ژوند
دسوځيدلي ماشوم سره مرسته
 په زېږون کې ځنډروغتيا او ژوند
په زېږون کې ځنډ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>