BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:26 گرينويچ 2011 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: بغوټي

 بغوټي
دستوني پړسوب، شديده سردردي، تبه، بې اشتهايي،ګنګسيت اوستړيادبغوټي نښې دي.
د بغوټي( کله چرک ) ناروغي د پروتايددغدې له پړسوب څخه پيدا کيږي او دلويانوپه پرتله ماشومان دهغوی دبدن دمقاومت دټيټوالي له امله ډېر پرې اخته کيږي.

دکابل په اتاترک روغتون کې موظف ډاکترزمري حصين بغوټي ساري ناروغي وګڼله، چې مکروب يې دپرنجي اوټوخي له لارې روغ کس ته لېږدي.

ددې ناروغ وايرس په سړه هواکې ډېرليدل کيږي او هغه چاچې دا ناروغي يې ځل تېره کړې وي، بيا نه پرې اخته کيږي.

دبغوټي دناروغۍ نښې نښانې عبارت دي له: دستوني اودغوږ دبېخ پړسوب، شديده سردردي، تبه، دستوني درد، بې اشتهايي،ګنګسيت اوستړياڅخه.

د بغوټي دناروغۍ دلېږد موده له (۲-۳) اوونيوده، چې که چېرې په دې موده کې يې درملنه ونشي، يولړجنسي اودماغي ستونزې هم رامنځته کوي.

بغوټي
دبغوټي په ناروغۍ کې دې له پخپل سردرمنلې ډډه وشي او ناروغ دې ډاکترته ورسول شي.

ددې له پاره چېله پورته ستونزو مو ناروغ ژغورلی وي، هغه دې پرته له ځنډنه روغتيايي مرکزته ورسول شي اوله خپل سردرملنې دې په کلکه ډډه وشي.

د نو ګزکروغتيا او ژوند
د نو ګزک
اميدواري او دوينې کمښتروغتيا او ژوند
اميدواري او دوينې کمښت
کڅوکروغتيا او ژوند
کڅوک
 مننجيتروغتيا او ژوند
مننجيت
والګیروغتيااوژوند
والګی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>