د ماشوم نو دې دمسلکي کسانوله خوا پرې کړای شي او په هغوسيموکې چې ډاکتر او روغتون ته لاسرسی نلري، لاندې ټکوته دې پام وشي:
هغه کس ، چې دماشوم نو پرې کوي لومړی دې لاسونه پاکواوبو اوصابون پرې مينځي اودنو دپرې کولوله پاکووسايلو دې ګټه واخلي.
له هرډول پخپل سردرملنې دې ډډه وشي اودګزک ياپړسوب دلرلو په صورت کې دې ماشوم ډاکترته يوړل شي.
د نو دګزک نښې نښانې عبارت دي له: دنو رنګ سورکېدل،دماشوم تبه او دمور شيدې نه خوړلوڅخه.
ډاکتر رشيدمنصور دماشومانودناروغيو متخصص دنو ګزک کېدل دوينې دمکروبي کېدو لامل وګاڼه.
ددې لپاره، چې دماشوم نو تر پرې کېدو وروسته ګزک او مکروبي نشي، بايد تر پرې کولو وروسته پاک وساتل شي.
که چېرې نو ګزک پيداکوي، ډاکتر ته تر رسولو پورې دې دهغه نو په پاکه ټوټه يا بنداژ وتړل شي.