BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:27 گرينويچ 2011 ,25 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: سينه او بغل

سينه او بغل
ددې لپاره چې ماشومان په سړه کې هوا په سينه او بغل اخته نه شي، تودې جامې دې واغوندي.
سينه اوبغل د تنفسي سيستم يوه ناروغی ده، چې بېلابېل لاملونه لري اوپه هرعمر انسان پرې اخته کيدای شي، خو ماشومان ډېرګواښوي.

دکابل په اندراګاندي روغتون کې موظف ډاکتر منصور ښاغلي سينه او بغل يوه ساري ناروغي وګڼله.

نوموړي پدې ناروغۍ دهغوماشومانو، چې عمر يې له (۵) کالونوکم وي،ډېراخته کېدل دهغوی دوجود دمقاومت ټيټوالی وګاڼه.

دسينه او بغل دناروغۍ مکروب د هغوتوکاڼواو بلغمود ذراتودتنفس له امله روغ انسان ته ليږدي، چې پدې ناروغۍ اخته کس توکړي وي.

دا ترشحات دناروغۍ لامل نه کيږي، خو که چېرې دامکروب سږو ته لار ومومي، سږي زيانمنوي، چې بيادسينه اوبغل دپيداکېدولامل کيږي..

ددې برسېره، دهغوخونو اوسېدونکو، چې تازه هوا او لمرورته ونه رسيږي،هم پدې ناروغۍ داخته چانس ډېر دی.

سينه او بغل
که چېرې دسينه اوبغل وايرس سږوته لار ومومي، هغه خراب اوانسان پدې ناروغۍ اخته کيږي.

روغتيايي کارپوهان په سينه کې درد، تبه ، شديدټوخی، ساه لنډي او دسينې غژهارې ددې ناروغۍ غټې نښې نښانې ګڼي.

په سينه او بغل اخته ناروغ دې دډاکتر او دارو ترڅنګ تاوده مايعات ډېر وخوري اوپه سړه هوا کې له تودو جاموګټه واخلي.

 د هډوکي کسرروغتيا او ژوند
د هډوکي کسر
بغوټيروغتيا او ژوند
بغوټي
د نو ګزکروغتيا او ژوند
د نو ګزک
اميدواري او دوينې کمښتروغتيا او ژوند
اميدواري او دوينې کمښت
کڅوکروغتيا او ژوند
کڅوک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>