BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:09 گرينويچ 2012 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د تريخي تيږې

د تريخي تيږې
دتريخي تيږې ځينې وخت په درملوليرې کيږي، خوډېری وخت جراحي عملياتوته اړتياوي.
تريخی يوه وړه کڅوړه ده، چې د ځيګر لاندې ځای لري او اصلي دنده يې د صفرا ساتل، غليظول او د هغوغوړو حلول دي چې موږ يې خورو، چې کله ناکله پدې کڅوړه کې تيږې پيدا کيږي.

په تريخي کې د تيږو جوړښت بېلابېل لاملونه لري لکه: په تريخې کې د صفرا ټينګېدل او ترډېر وخت پورې دصفرا پاتې کېدل.

په وجود کې د کلسترولو (غوړيو) زياتيدل او همدا رنګه د يو ډول رنګه تيږو جوړېدل هم دي .

دا چې د ا د تريخي دتېږو دپيداکېدو نښې نښانې څه دي، دکابل په آريانا روغتون کې موظف ډاکتر صديق واصل داسې وويل:

"دمعدې ښۍ خواته شديد درد، چې ځنې وختونه يې ناروغ دمعدې له درد سره توپيرنشي کولای، خو دا درد دښۍ اوږې لوري اود ولو منځ ته ځي."

د تريخي تيږې
په تريخې کې د صفرا ټينګېدل او ترډېر وخت پورې دصفرا پاتې کېدل دتريخي تيږه پيداکوي.

که چيرې دا تيږې په هغه کوچني نل کې، چې تريخی له کولمو سره تړي، بندې شي،صفرا هم بنده او ناروغ په يوډول ژيړي اخته کيږي.

دا ناروغي ځينې وخت په درملورغيږي، خو ډېری وخت دجراحۍ دعملياتوپه وسيله د تريخی لری کول اړين دي.

شينجکۍروغتيا اوژوند
شينجکۍ
سينه او بغلروغتيا او ژوند
سينه او بغل
 د هډوکي کسرروغتيا او ژوند
د هډوکي کسر
بغوټيروغتيا او ژوند
بغوټي
د نو ګزکروغتيا او ژوند
د نو ګزک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>