BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:27 گرينويچ 2012 ,10 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د فارمسست نشتوالی

په درملتون کې دفارمسست نه شتون
فارمسست هغه څوک دی، چې د دوا جوړونې په څانګه کې يې ځانګړې زده کړې کړې وي او د داروو د کارونې او جوړښت په هکله پوره مالومات ولري.

په درملتونوکې دفارمسست شتون ډېراړين دی، ځکه داسې کسان د داروو په کچه ښه پوهيږي او له دوا پېرودنکوسره لازمه مرسته کولای شي.

د افغانستان دمر کز ځينې او دولاياتو اوليرې پرتوسيمو ډېری درملتو نونه دفارمسست د نشتوالی له ستونزې سره مخ دي.

په داسې حالاتو کې ددرملتون خاوند کيدای شي ناروغ ته غلطه دوا ورکړي، چې خبره يې دمرګ تربريده رسيږي.

په درملتونونوکې دفارمسست دشتون په اړه سيد محمد ابراهيم کامل د روغتيا وزارت د قوانينو او بررسۍد رياست رييس داسې وويل:

"هردرملتون د کار دجواز اخيستلواو ددرملتون دپرانيستلو سره سم بايديو فارمسست ولري."

نوموړي وويل، چې دهغوی دڅېړنې هيات دکنټرول په موخه په پرله پسې توګه درملتونونه څاري.

که چېرې په کوم درملتون کې فارمسست موجود نه وي، په لومړي ګام کې اخطار او په دويم ګام کې يې درملتون تړل کيږي.

په درملتون کې دفارمسست نه شتون
هردرملتون د کار دجواز اخيستلواو درملتون دپرانيستلو سره سم بايديو فارمسست ولري."

په درملتونونوکې دفارمسست نه شتون حياتي موضوع اود ټولنيزفساديوه بېلګه ده .

په داسې حالاتوکې خلک کولای شي د عامې روغتيا وزارت دقوانينواوڅېړنې له هيات سره په هغه نومره اړيکې ټينګې کړي، چې په هردرملتون کې موجوده ده.

غير قانونی درملروغتيا او ژوند
غير قانونی درمل
د اعتياد زيانونه روغتيا او ژوند
د اعتياد زيانونه
په نشه روږدي ماشومانروغتيا او ژوند
په نشه روږدي ماشومان
 د جګړې ټپيانروغتيا او ژوند
د جګړې ټپيان
روغتيايي کلينيکونهروغتيا او ژوند
روغتيايي کلينيکو نه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>