BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2012 ,29 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: واکسينا سيون

واکسين
واکيسين دماشومتوب ددورې د وژونکو ناروغيوپه وړاندې دبدن مقاومت لوړوي.
واکسين لګول د بېلابېلو مرګونوناروغيو په وړاندې انسان ته معافيت ورپه برخه کوي او که چېرې څوک په دې ناروغيواخته هم شي، په آسانه يې تېروي.

واکسين د شري، تيتانوس، تورې ټوخلې، ګوزڼ، وړو او غټودانو، نري رنځ، تورژېړي او نورو ناروغيوپه وړاندې تطبيق کيږي.

د افغانستان په يوشمېر نا امنو سيمو کې واکسيناتوران د يو لړ ستونزو سره مخ کيږي، چې داکار دهغې سيمې خلکوته هم ستونزې زېږوي.

ظريف دکندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ يواوسېدونکي وويل، چې دهغوی په سيمه کې خلکو واکسيناتوران وهلي او واکسين يې ورته مات کړي دي.

ددې راز ستونزو دحل په اړه دکندهار ولايت دکتلوي معافيت دادارې مرستيال وويل، چې دکلي مخور او ملا امامان پدې برخه کې ډېرڅه کولای شي

واکسين
په يوشمېرنا آرامه سيموکې واکسيناتوران وهل ټکول کيږي او واکسين يې له منځه وړل کيږي

هغوی کولای شي دجګړې ښکېل لوري دواکسين په اهميت وپوهوي، څو پدې توګه دهغو سيمو ماشومان دخطرناکوناروغيو په وړاندې واکسين شي.

په دې ډول به موله يوې خوا دخپلو اولادونواو خپلوانو ژوند ژغورلی وي او له بله پلوه به مو خپله ملي او ايماني دنده ترسره کړې وي.

 د غاښونو خرابېدلروغتيا او ژوند
د غاښونو خرابېدل
په درملتون کې دفارمسست نه شتونروغتيا او ژوند
د فارمسست نشتوالی
غير قانونی درملروغتيا او ژوند
غير قانونی درمل
د اعتياد زيانونه روغتيا او ژوند
د اعتياد زيانونه
په نشه روږدي ماشومانروغتيا او ژوند
په نشه روږدي ماشومان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>