 | | | درانده کارونه، شديدټوخی، سګرټ څکول او پرله پسې ټوخی دنو دوتلو لاملونه ګڼل کيږي. |
نو دخېټې په منځنۍ برخه کې په يوه وړه کڅوړه کې ځای لري، چې پرخېټې دزيات باندني زور له کبله بې ځايه يا چُره کيږي. ځينې ناروغان ددې ستونزې په موده کې دنو په شاوخوا کې د شديد درد او ګنګسيت څخه سرټکوي. د نو چُره کېدل بېلابېل لاملونه لري، چې دکابل په وزيراکبر خان روغتون کې موظف ډاکتر عزت الله نوري يې لاملونه درانده کارونه، شديدټوخی او سګرټ څکول وګڼل. ددې ترڅنګ په مېرمنوکې پرله پسې زېږون هم دنامه دبې ځايه کېدو لامل کيږي، خو ددې ناروغۍ درملنه څه ده؟  | | | دنو کورنۍ درملنه دنو دتورېدو او کله ناکله دمړينې لامل هم کيږي. |
يوشمېرکسان غوړه پخه ډوډۍ په نو ږدي اويوشمېرنوربيا دګيلاس په واسطه نو په ځای کوي. روغتيايي کارپوهان پخپل سردرملنه ځينې وختونه دنو دتورېدو او په پايله کې دمړينې لامل هم ګڼي اولارښوونه کوي، چې ناروغ بايد ارومرو ډاکترته مراجعه وکړي. |