 | | | له اميدوارو مېرمنوسره دې کورنۍ ښه سلوک وکړي او دناروغۍ په صورت کې دې يې ډاکترته بوځي. |
د اميدوارۍ پر مهال ميندې له بېلا بېلو روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي ، چې يوه يې هم خپګان يا پريشاني ده. دا راز ستونزې داميدوارۍ په موده کې د بدن دداخلي بدلونو سره تړلي دي، چې يوشمېرروحي او جسمي تغييرات رامنځته کوي. ځينې خلک اميدوارې مېرمنې خوښې ګڼې خو ارواپوهان بيا وايي، چې کيدای شي دلسو ماشومانومورهم په پرېشانۍ اخته شي. ددې ستونزې په اړه په کابل کې د اروايي او معتادينو د روغتون متخصص ډاکترسيد عبدالاحد قريشي داسې وويل: "پر يشاني(Depression) چې ځينې وخت په اميدوارو ميندو کې هم ليدل کيږي، لاملونه يې په بدن کې دهغو هورمونونوډېروالی دی، چې په طبيعي توګه توليديږي." د پرېشانۍ باندني لاملونه دکور او چاپېريال ناوړه حالات ، چې اميدوارې ميندو باندې ژر اثرپرېباسي او دخلق تنګۍ احساس کوي. داشمېر مېرمنې بې اشتها وي، خوب يې کم ، ګوښه ځای غوره ګڼي او د خپګان دليرې کولو لپاره ژړا غوره بولي.  | | | دپرېشانه مېرمنود ماشوم وزن کم او له هغه سره يې دمور مينه هم کميږي. |
دپرېشانۍ لرونکومېرمنوبايد سمه درملنه وشي، ځکه چې ناورغي ناوړه پايلې هم لري، لکه دماشوم کم وزني، له هغه سره مينه نه لرل او له خاوندڅخه ليرېوالی. دپرېشانۍ لرونکو مېرمنوسره بايدکورنۍ سالم سلوک وکړي، هغه په خپل وخت ډاکتر ته بوخي اودرملنه يې وکړي. |