 | | | په مياشتني عادت کې نظافت نه مراعاتول دنفيرونودبندښت او دبې اولادۍ لامل هم کيږي. |
مياشتنی عادت هغه حالت دی، چې نوې پېغلې د لومړي ځل له پاره له (۱۱-۱۶) کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اميدوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو (۲۸) ورځوکې يوځل پيدا کيږي. مياشتنی عادت په نجونو او ميندو کې توپيرلري، له (۳-۱۰) ورځو پورې دوام مومي، چې يوشمېر ورسره د درد احساس هم کوي. که چېرې د مياشتيني عادت پرمهال نظافت مراعات نه شي، يولړستونزې هم رامنځته کوي، چې يوشمېرمېرمنې له خارښت او سوزاک يادونه کوي. پدې اړه دکابل په شينوزاده روغتون کې دښځينه ناروغيو موظفې ډاکترې نوريې مشکل داسې وويل: "هغه مېرمنې، چې په مياشتني عادت کې نظافت رعايت نکړي، درحم التهاب، دنفيرونوبندښت او ان دبې اولادۍ لامل يې هم کيږي."  | | | مياشتنی عادت له (۳-۱۰) ورځو پورې دوام مومي، چې يوشمېر ورسره درد حس کوي. |
ددې لپاره، چې له دې راز ستونزونه ميندې او نجونې په امن کې وي، غوره ده، چې دمياشتني عادت پر مهال له کوټکس نه ګټه واخلي. هغه شمېرمېرمنې، چې نشي کولای له کوټکس نه کار واخلي، هغوی دې ټوټه په صابون پرې مينځي، لمرته دې وچه اوتر اوتو کولو وروسته دې ترې کار واخلي. |