سوریه کې پر مرستندویه کاروان برید د 'هوا' له لارې شوی

د عکس سرچینه، AP
د ملګرو ملتونو یوه کارپوه ویلي، د مصنوعي سپوږمکیو له انځورونو ښکاري، چې تېره میاشت د سوریې شمال کې د مرستو پر کاروان شوی خونړی برید د الوتکې له لوري ترسره شوی دی.
په برید کې حلب کې د حکومت ضد مخالفانو تر ولکې لاندې سیمه کې د سرې میاشتې په مرستو بار موټر په نښه شوي وو، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې ووژل شول.
- عربي هېوادونه: پر حلب د بریدونو مخنیوي لپاره دې امنیت شورا چټکه مداخله وکړي
- <link type="page"><caption> امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160926_hh-syria_humanitarian_aids" platform="highweb"/></link>
امریکا په دې اند ده چې روسي الوتکو پر دغو موټرو برید کړی. روسیه چې د روسي حکومت ملا تړي، دا تورونه رد کړي دي.
'جنګي جرم'
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، دا پېښه جنګي جرم ګڼل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د دغه برید د ارزونې لپاره یو پلاوی هم ټاکلی و. نوموړي دا 'شرموونکی، وحشیانه او ظاهراً قصدي' برید بللی و.

د عکس سرچینه، AP
په ملګرو ملتونو کې د مصنوعي سپوږمکیو د تحلیل او انځورونو اخیستو د برخې سلاکار لارس بروملي ژنیوا کې خبریالانو ته وویل: "د انځورونو له تحلیلولو وروسته، دې پایلې ته ورسېدو چې دا برید د هوا له لارې شوی او ګمان کوم چې نورو ډېرو سرچینو هم ورته توضیحات ورکړي."
د زیاتوي: "له پاسه د غورځول شویو بمونو د ځمکې له لوري د ویشتل شویو توغندیو په پرتله ډېره خرابي پېښه کړې ده."
له برید څو ورځې وړاندې د سوریې ختیځ دیرالزور ښار کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکو برید کې د سوریې ۶۲ حکومتي پوځيان وژل شوي وو.
د امریکا او روسیې په منځګړیتوب د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ د یوې اونۍ اوربند له برید وروسته سم لاسي مات شو او سوري ځواکونو د روسیې په ملاتړ د حلب پر هغو سیمو تهاجمي بریدونه پیل کړل، چې شاوخوا ۲۷۵ زره کسان پکې کلابند پاتې وو.
پر حلب خونړیو بریدونو کې لږترلږه ۴۲۰ کسان ووژل شول او تر زرو ډېر نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، AP
د ملګرو ملتونو او سي اېچ اي د بشري مرستو د سازمان ویاند ینز لارک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د حلب دا سیمه اوس هم کلابنده ده.
بل خوا، د روسیې د دفاع وزارت هغه رپوټونه بابیزه ګڼلي، چې وايي، د مرستو کاروان د الوتکو له خوا په نښه شوی دی.
خو مسک وايي، د برید پرمهال پر سیمې امریکايي الوتکې چورلېدې، خو واشنګټن دا خبره دروغ ګڼلې ده.
د ملګرو ملتونو له خوا د مصنوعي سپوږمکیو په مټ اخیستل شویو انځورونو او وېډیوګانو ښودلې، چې د حلب ختیځ کې د وسله والو مخالفانو تر واک لاندې سیمو کې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې.

د عکس سرچینه، r
د سوري پوځ له خوا د اوربند ماتولو له اعلان وروسته، حلب او ورڅېرمه سیمې پرله پسې بمباري شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، په ښار کې بمباري تر اوسه نه ده درول شوې.
د سوریې پوځ او وسله وال مخالفان د اوربند د ماتولو پړه یو پر بل اچوي.

د عکس سرچینه، Reuters








