د سوریي په حلب کې مرستندویه کاروان په نښه شو

د عکس سرچینه، .
د سوري پوځ لخوا د یوې اوونۍ د اوربند د پای له اعلانه وروسته حلب ته نژدې د یاغیانو تر ولکې لاندې یوې سیمې ته په لار یو مرستندویه کاروان په یوه هوايي برید کې ویشتل شوی دی.
د دې مرسته رسوونکې ډلې کارکوونکي د سوریې د سرې میاشتې ادارې غړي وو او د ام خبرا په نامه سیمې ته یې د ملګرو ملتونو مرستې رسولې.
د ملګرو ملتونو یوه ویندوی وویل له ۳۱ لاریو لږ تر لږه ۱۸ یې ویشتل شوي خو د دې پخلی یې ونشو کړی چې ایا د هوايي برید په مټ و که نه.
ناتایید شوي رپوټونه په دې پېښه کې د ۱۲ کسانو د مړینې خبر هم ور کوي، چې موټروانان او مرستندویان دي.
د برید غندل

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستیفن دې مستورا دغه برید په کلکه غندلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، د سوریې حکومت او د روسیې هوايي ځواکونو ته د دې کاروان د ځای پته وه: "بیا هم هغه مرستندویان ووژل شول چې سوریایانو ته یې د مرستي رسولو هڅه کوله."
په بریتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارونکې ډله وايي، دا برید روسیې او لا هم د سوریې حکومتي ځواکونو کړی دی، خو دمشق تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
سملاسي وروسته له دې چې د سوریې حکومت اعلان وکړ چې اوربند پای ته ورسېد، د حلب پر ښار بمبارۍ پیل شوې.
د سوریې پوځ حکومت ضد یاغیان په دې تورنوي چې په دوامداره توګه یې له اووه ورځني اوربند سرغړونه کړې ده.
بله خوا یاغیانو سوري حکومت په ورته ډول تورن کړ.
د اوربند غځولو هڅې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالتونه وایي، دوی له روسیې سره د اوربند پر غځولو په خبرو اترو بوخت دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، اوربند لا پر ځای دی او له روسیې یې وغوښتل چې د سوریې پر مسلې خپل دریځ مالوم کړي.
د هغه په خبره، بشري مرستې به اتو بېلابېلو سیمو ته ولاړې شي: "خو موږ به له خپلې ډلې چې په جنیو کې له روسانو سره ګوري بشپړ معلومات واخلو".
د نوموړي په اند، دغه بهیر دوام لري او واشنګټن به ګوري چې د ورځې په اوږدو کې کومې نتیجې ته رسېږي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د کاري ځواک مشر جان یګلند بي بي سي ته وویل دی لا هم تمه لري چې اوربند وغځېږي او بشري مرستې اړمنو کسانو پورې ورسېږي: "موږ په رښتیا هم هغه لومړۍ اونۍ چې تر ټولو ښه موقع وه له لاسه ورکړه".

د عکس سرچینه، Reuters
د هغه په خبره، د سوریې د اوربند غځولو هڅې باید وشي، ځکه په دې برخه کې د بیا بریالي کېدلو هیله شته.
اوربند د شنبې په ورځ هغه مهال کلکه ضربه وخوړه چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکې ظاهراً په غلطۍ پر سوري پوځ بمباري وکړه او د چارواکو په وینایې تر ۶۰ ډېر کسان ووژل.
وروسته بیا د امریکا په مشرۍ ایتلاف ومنله، چې د سوریې ختیځ کې یې په هوايي برید کې په "تېروتنې" د سوريې پوځي هدفونه په نښه کړي.








