د سوریې پوځ په حلب کې تازه عملیات پیل کړل

د عکس سرچینه، Thiqa agency
د سوریې پوځ د حلب ولایت په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو د نیولو لپاره د عملیاتو پیلول اعلان کړل، چې تر دوه لکه پنځوس زرو پورې خلک پکې کلابند دي.
د یوې اونۍ اوربند له ماتېدلو وروسته د بشار اسد جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه په حلب کې د مخالفانو پر مرکزونو درانه بمونه وغورځول.
معلومه نه ده چې په نویو عملیاتو کې ځمکنی پوځ هم برخه لري که یه.
د سوریې د اوربند نوي کولو پر سر د روسیې او د امریکا متحده ایالتونو خبرې هم د بشار اسد د تازه عملیاتو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې.
د خبرو ناکامېدل

د عکس سرچینه، AFP
پر حلب د کم سارو کلکو بمباریو د خبرونو له رسېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري داسې اعلامیه ورکړه چې ډېر کلک توري یې پکې کارولي وو.
هغه وویل، که یواځې واشنګټن د سولې د ور پرانیستلو لپاره هڅې کوي، نو بې ګټې به وي.
نوموړي له روسیې وغوښتل چې د بشار اسد حکومت د هوايي بریدونو پرېښودلو ته وهڅوي.
ښاغلي کېري هغه خلک ورانکاري وبلل چې د ده په وینا اوربند یې له منځه یووړ.
ده وویل، دی تر پرون لږ هوډمن نه دی خو ترپخوا ډېر ناهیلې شوی دی، اما بیا هم د جمعې په ورځ د سوریې پر کړکېچ له روسي پلاوي سره سلا مشورې کوي.

د عکس سرچینه، AFP
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل، ځینو هڅه وکړه اوربند داسې وړاندې کړي چې ګواکې یواځې د سوریې حکومت یې وساتي.
ښاغلي لاوروف وویل مخالفین هم باید اوربند په پام کې ونیسي: "د سوریې حکومت نور په یو لوریز ډول له جګړې لاس نه اخلي."
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دېمستورا د تېرې شپې غونډه اوږده، له درده ډکه او ناهیلې کوونکې وبلله.
په نیویارک کې د بي بي سي خبریال جیمز رابینز وایي، داسې ښکاري څه چې تېره شپه پېښ شول، د سوریې مسله کې سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅو ته کلک ګوزار وي.
په حلب کې عملیات
د سوریې دولتي رسنۍ د پوځي چارواکو له قوله، د خلب ښار په ختیزو برخو کې له ولسي وګړو غوښتي، له هغو سیمو لرې شي چې "ترهګر پکې فعال دي".
د دوی په خبره، کوم کسان چې له ښار د وتلو نیت لري، د وتلو لارې ورته په پام کې نیول شوې دي.
اټکل کیږي چې د پنجشنبې شپې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي، خو ځینې رپوټونه دا مرګ ژوبله ۴۵ کسان ښيي.
د فرانس خبري اژانس یو خبریال وايي، د ښار جنوب ته په بوستان القصر سیمه کې د ده له استوګنځي سره نږدې ټوله هغه کوڅه وسوځېدله چې الوتکو پرې اور بلوونکي بمونه وغورځول.

د عکس سرچینه، AP
د سوریې د انساني حقونو څارونکې ډله وایي، په دې سیمه کې ۱۴ هوايي بریدونه شوي او "لوی اور" بل شوی دی.
د حلب په جنوبي سمو کې چې یاغیان د دولتي ځواکونو د کلابندۍ ماتولو هڅه کوي، سخته جګړه شوې ده.
مسکو او واشنګټن چې یو د دولت او بل د مخالفانو ملاتړ کوي، د دښمنۍ پرېښودلو لپاره د یو پلان پر بیا جوړولو کار کوي.
دوی په نیویارک کې د سوریې د ملاتړې نړیوالې ډلې د ناستې ګډه مشري هم کوي.
حلب چې یو وخت د سوریې صنعتي او سوداګریز مرکز و، له ۲۰۱۲ کا راهیسې په دوو برخو وېشل شوی چې لوېدیزه برخه یې د حکومت او ختیزه برخه یې د یاغیانو په لاس کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې په ټولو مهمو سیمو کې د الوتنو د ځنډولو غوښتنه وکړه، چې له مخې یې جګړه کمه او د انسان دوستانه مرستو رسولو ته لار برابره شي.

د عکس سرچینه، AFP








