امریکا او روسیې په سوریه کې پر اوربند هوکړه کړې

د عکس سرچینه، AP
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سویټزرلېنډ په جنیوا ښار کې له خبرو رووسته وویل، چې دواړه لوري په سویه کې پر اوربند سلا شوي دي.
دا اوربند د سپټمبر پر ۱۲ د دوشنبي په ورځ ـ چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده ـ له لمرلوېدلو سره پیلیږي او ۷ ورځې به روان وي.
د دې تړون له مخې د سوریې حکومت به د اوربند پر مهال د مخالفو وسله والو تر واک لاندې سیمو کې عملیات نه کوي.
جان کیري له روسي سیال سره خبري غونډه کې وویل: "دواړه لوري ـ حکومت او مخالف وسله وال ـ باید په دې تړون کې خپل مسوولیتونه پر ځای کړي."
د نوموړي په خبره، په سوریه کې مخالفو وسله والو د اروبند پلي کولو ژمنه کړې، خو په دې شرط چې حکومت هم دا اوربند ومني.
سرګي لاروف وویل، چې مسکو د دمشق چارواکي پر دغه تړون خبر کړي او د بشار اسد حکومت یې منلو ته چمتو دی.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په خبره، د اوربند مطلب دا دی چې د حلب په ګدون په کلابندو سیمو کې خلکو ته مرسته ورسول شي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي د امریکا او روسیې په ګډو هڅو په سوریه کې د اوربند بیا پیلیدلو د هوکړې هرکلی کړی او وايي، جګړه ځپلو سیمو ته به د مرستو رسولو هڅه وکړی.
د دې ۷ ورځې اوربند له پلي کېدلو سره به واشنګټن او مسکو داسې ګډ مرکز هم جوړوي چې د اسلامی دولت او فتح الشام ( پخوانۍ نصرت جبهې) د جنګیالیو په ضد به عملیات کوي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ورځنیو خبرو کې په دې پلان خبرې شوې دی.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دې پلان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ کم باوري په دې وجه ده، چې په سوریه کې ځینې ډلې د دې پلان د ناکامولو هڅه کوي.








