د سوریې کړکېچ: امریکا او روسیه هوکړې ته 'نژدې شوې'

جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره یې ژنیوا کې د سوریې د اوربند په تړاو بیا خبرې پیل کړې، خو وايي لاهم ځینې ستونزې هواری غواړي.

د جمعې په ورځ (اګست ۲۶مه) د خبریالانو پر وړاندې له راڅرګندېدا وړاندې، د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د تړلو دروازو ترشا ۱۲ ساعته خبرې وکړې.

وروسته جان کیري وويل: ''موږ هوکړې ته ډېر نژدې شوي یو، خو د نهايي کولو لپاره یې باید بیړه ونه کړو''.

پر همدې مهال، د دمشق له داریا نه، چې څلور کاله د سوریې د پوځ له خوا کلابند و، زرګونه ولسي وګړي په وتلو دي.

جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.

په ژنیوا کې د بي بي سي خبریاله ایموجین فوکس وايي، کیري ونه ویل چې تر راتلونکو ورځو پورې به د اختلاف کوم ټکي حل کړي، خو ویې ویل: ''په سوریه کې ډېری خلک پوهېږي چې په هېواد کې اوربند عملي کېدونکی دی، دا هوکړه به تاوتریخوالی کم کړي. سوري وګړي تر هرڅه ډېر اوربند ته اړتیا لري.''

له داریا ښار نه د جمعې په ورځ په بسونو کې د ولسي وګړو ایستل پیل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له داریا ښار نه د جمعې په ورځ په بسونو کې د ولسي وګړو ایستل پیل شول
د سوریې رسنۍ وايي، له داریا نه ۷۰۰ وسله وال او ۴ زره ولسي وګړ په وتلو دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې رسنۍ وايي، له داریا نه ۷۰۰ وسله وال او ۴ زره ولسي وګړ په وتلو دي
د سوریې پوځ له ۲۰۱۲ کال راهیسې داریا کې ولسي وګړي او مخالف وسله وال کلابند کړي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، د سوریې پوځ له ۲۰۱۲ کال راهیسې داریا کې ولسي وګړي او مخالف وسله وال کلابند کړي

نوموړي وویل، د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره یوازېنۍ لار په سیاسي هوکړه کې نغښتې ده.

بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل، کیري د سوریې په تړاو خبرو کې ''د پرمختګ لپاره ځینې مهم ګامونه واخیستل''.

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې ''له ترهګرو د منځلارو مخالفو وسله وال له بېلولو پرته د اوربند لپاره هېڅ ریښتینی او تلپاتې ضمانت نه وینم''.

دمشق او ملګرو یې هوکړې ماتې کړې

که څه هم هوکړې ته د نژدې کېدو خبرونه ورکړل شوي، خو کیري پر دمشق او روسیې تور ولګاوه چې سوریه کې یې د جګړې د درېدو او اوربند ځینو هوکړو ماتولو ته دوام ورکړی.

کیري وویل: ''حلب لاهم کلابند دی او د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملګرو (روسیې، ایران او د لبنان حزب الله) له خوا پرې سختې بمبارۍ کېږي، نن په داریا کې حکومتي ځواکونه له څه باندې څلور کلنې کلابندۍ وروسته اوربند ته غاړه ږدي.''

داریا ښار له څلورو کلونو راهیسې بې برېښنا و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، داریا ښار له څلورو کلونو راهیسې بې برېښنا و

ملګرو ملتونو په داریا کې د ولسي وګړو د وتلو او یا پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده، خو وايي له ښاره د خلکو وتل باید په خپله خوښه وي.

داریا په سوریه کې هغه لومړنی ښار دی، چې د بشار الاسد پر وړاندې پکې سوله ییز لاریونونه پیل شول.

شنونکي وايي، له داریا نه د مخالفو وسله والو وتل د حکومتي ځواکونو لپاره بریا ګڼل کېدای شي.

داریا په سوریه کې هغه لومړنی ښار دی، چې د بشار الاسد پر وړاندې پکې سوله ییز لاریونونه پیل شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، داریا په سوریه کې هغه لومړنی ښار دی، چې د بشار الاسد پر وړاندې پکې سوله ییز لاریونونه پیل شول.

د عکس سرچینه، AFP GETTY