عربي هېوادونه: پر حلب د بریدونو مخنیوي لپاره دې امنیت شورا چټکه مداخله وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونو د سوریې پر حلب ښار د بریدونو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چټکې مداخلې غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې تېره ورځ (میزان/تلې ۱۰مه) د حلب ښار په ختیځ کې چې د سوریې دولت مخالفین پرې کنټرول لري، پر یوه روغتون دوه بېلري بمونه وغورځول شول.
حلب ښار کې ډاکټرانو ویلي، دا روغتون چې په دې ښار کې ترټولو لوی روغتون و او اوس یې فعالیت په بشپړ ډول درول شوی دی.
د یوه ډاکټر په وینا، ددغه روغتون د ودانۍ پاتې برخه کې توره تیاره ده او د روغتون هېڅ یو کارکوونکی پکې نه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا برید غندلی او د ولسي وګړو د وژل کېدو په اعتراض ځینو کسانو په لندن او استانبول کې لاریونونه وکړل.
د لنډمهالي اوربند پیلېدو راهیسې چې تېره میاشت رامنځته شو، د روسیې او د سوریې دولتي ځواکونو د حلب ښار پر ختیځې برخې هوایي بریدونه پيل کړي دي.
پر دغه ښار وروستۍ برید په سوریه کې په تېرو پنځو کلونو ترټولو خونړی برید دی چې رامنځته کېږي. د ښار کلابندي او پرلپسې بریدونو په ځانګړې توګه پر تاسیساتو بریدونه د خوراکي توکو او اوبو د کموالی لامل شوی.
ملګرو ملتونو ویلي، په روانه اونۍ په حلب کې د روسیې او سوریې ځواکونو په بریدونو کې لږ ترلږه ۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې یو شمېر یې ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان سوریه د روغتیایي کارکوونکو لپاره ترټولو خطرناک ځای بلل دی.

د عکس سرچینه، Reuters








