امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړه

د عکس سرچینه، Reuters

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې روسیه د سوریې په حلب ښار کې د خونړیو بمباریو له کبله په 'بربریت' تورنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د امریکا سمانتا پاور وویل، روسیې دغې شورا په سوریه کې د روان وضعیت په اړه تل دروغ ویلي دي.

روسیې ویلي، سوري ځواکونو هڅه کوله چې له حلب ښاره ترهګر وباسي.

د روسیې استازي ویټالي چورکین نه دي ویلي چې د حلب په جګړه کې روسي ځواکونه ښکېل وو.

خو نوموړي وویل، په سرویه کې د سولې راوستل ''اوس تقریباً ناشونی کار دی''. ده مخالفې وسله والې ډلې د اوربند په ماتولو تورنې کړې.

د امریکا استازې ویلي، روسیې په سوریه کې ''وحشیانه'' عمل کړی، نه له ترهګرۍ سره مبارزه.

سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا ویلي، د حلب ښار اورپکو تر واک لاندې سیمو کې اوس واحشت او وېره خپره شوې ده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا ویلي، د حلب ښار اورپکو تر واک لاندې سیمو کې اوس واحشت او وېره خپره شوې ده.

اغلې پاور وویل: ''ډاډه اوسئ چې روسیه په سوریه کې د خپلو فعالیتونو په اړه رښتیا نه وايي.''

پر همدې مهال، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ارو هم د امنیت شورا ناسته کې وویل، که ایران او روسیه د سوریې اوږدمهالې جګړې ته دوام ورکړي، د سوریې جنګي جنایتونو کې به دوی هم شریک شي.

د ملګرو ملتونو پر مرستندویه کاروان برید

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو پر مرستندویه کاروان برید

ښاغلي ارو د یکشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۵مه) دې ته په اشارې سره چې ایران او روسیه د سوري ولسمشر بشارالاسد ملاتړي دي، وویل دوی دې له خپلې خونړۍ تګلارې لاس واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، که ایراني او روسي چارواکي دا کار نه کوي نو ''د سوریې د حلب جنګي جرمونو ترسره کولو کې به شریکان وي''.

بریتانیا هم په سوریه کې د روسیې د کړنو په غندلو کې د فرانسې او امریکا ملګرتیا کړې ده.

سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا ویلي، د حلب ښار اورپکو تر واک لاندې سیمو کې اوس وحشت او وېره خپره شوې ده.

ښاغلي ډي میسټورا زیاته کړه، که د سوریې دولت وغواړي د حلب دغه برخې په زور ونیسي، نو دغه ټول لرغونی ښار به ویجاړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر یان ایګلنډ هم وړاندې ویلي وو، حلب کې د حکومت مخالفو وسله والو تر واک لاندې سیمو کې باید بریدونه او بمبارۍ ودرول شي او مرستندویه کاروان ته هلته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د امریکا سمانتا پاور وویل، روسیې دغې شورا په سوریه کې د روان وضعیت په اړه تل دروغ ویلي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د امریکا سمانتا پاور وویل، روسیې دغې شورا په سوریه کې د روان وضعیت په اړه تل دروغ ویلي دي.

پر همدې مهال، د سوریې د حکومت ۳۳ مخالفو ډلو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، روانې خبرې بې ګټې دي او روسیه باید له دې خبرو ووځي.

تېره اونۍ د اوربند له ماتېدو وروسته د سوریې او روسیې د جنګي الوتکو بریدونه ډېر شوي دي.

ویټالي چورکین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې استازي ویټالي چورکین نه دي ویلي چې د حلب په جګړه کې روسي ځواکونه ښکېل وو.

امریکا او روسیه یو پر بل د مرستو پر کاروانونو د بریدونو تورونه لګوي.

وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون حلب کې د پوځي تاوتریخوالو د ډېرېدو په اړه ''خواشیني'' ښودلې وه.