"د مسکو او واشنګټن پلان د سوریې د کړکېچ یواځنۍ حل لار ده"

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ پر شوي تړون درېدل اړین دي او له دې پرته بله لار نشته.
سرګي لاوروف په نیویارک کې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې دا خبره وکړه.
نوموړی پر امریکا تور لګوي چې د یاغیانو په کنټرولولو کې پاتې راغلې ده.
د هغه په خبره، یواځې د سوریې حکومت د اوربند مسوول نه دی، بلکې مخالفې ډلې هم باید له جګړې لاس واخلي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې حکومت د دغه هیواد لپاره د سولې د هڅو په زیانمنولو تورنوي.

د عکس سرچینه، Getty
په حلب کې اوبو ته نه لاسرسی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا وینا په داسې مهال ده چې په سوریه کې د اوربند تړون مات شوی او حکومتي ځواکونو د یاغیانو تر واک لاندې سیمو په تېره حلب کې سخته بمباري پیل کړې ده.
ملګري ملتونه وایي، په حلب ښار کې د وروستیو بریدونو د زیاتېدلو له امله اوس د دې ښار نږدې دوه میلیونه کسان اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وایي، هغه سیستم په وروستیو بریدونو کې له منځه تللی چې د حلب ختیځ ته یې اوبه رسولې.
دا سیمه د بشار اسد د مخالفو وسلوالو په لاس کې ده او د نیولو لپاره یې حکومتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.
ملګري ملتونه دا هم وايي، چې د روان تاوتریخوالي له امله د اوبو سیتسم په رغولو کې پاتې راغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty
د حلب په لوېدیځ کې د اوبو یوه بله زېرمه چې د بشار اسد د ځواکونو په لاس کې ده، خرابه شوې ده.
د مخالفو وسلوالو تر واک لاندې سیمې له هغه راهیسې له سخت بمبار سره مخ دي چې حکومتي ځواکونو یې د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.
روغتیايي سرچینې وايي، یواځې د جمعې ورځې په بریدونو کې له ۹۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د جوړجاړي هڅې
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له روسي سیال سره یې په وروستۍ لیدنه کې د سوریې په تړاو د اختلافي ټکو په اوراولو کې لږ او ډېر پرمختګ کړی دی.
جان کیري وايي، په دې برخه کې دواړه لوري پر خپلمنځي وړاندیزونو رغند غور او فکر کوي.
خو په نیویارک کې د بي بي سي خبریال جیمز رابینز وایي، داسې ښکاری چې په دې برخه کې اوس د کوم ډيپلوماټیک پرمختګ هیله لا هم ناشونې ده او دا اونۍ په سوریه کې پیل شوی سخت تاوتریخوالی د جګړې خورا بوږنوونکی ډول دی.

د عکس سرچینه، Getty








