امریکا: د روسیې بریدونه منځلارې سوري ډلې توندلارۍ ته ټېل وهي

د عکس سرچینه، RIA Novosti

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ سوریه کې د روسیې پوځي عملیاتو ډېروالی لامل کېږي چې د بشار اسد حکومت منځلاري مخالفان د توندلارو لیکو ته مخه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، د روسیې او سوریې هوایي بریدونه اوسنی سخت وضعیت "لا پېچلی" کوي.

امریکا ګواښ کړی چې سوریه کې د کړکېچ هواري لپاره به روسیې سره خپله همکاري پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې امریکا تورنه کړې چې د منځلارو وسله والو مخالفو ډلو او افراطي ډلو ترمنځ توپیر لپاره د څو ژمنو پرخلاف، "نه غواړي یا نشي کولی" دا ډلې یو له بله بېلې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بي بي سي ته ویلي، روسیې ته داسې ښکاري چې له پیله د امریکا پروګرام دا و چې نصرت جبهه په خپل حال پرېږدي ترڅو د اړتیا په وخت کې د بشار اسد حکومت پروړاندې له دې ډلې کار واخستل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د روسیې تور "ملنډې" بللي او خبریالانو ته ویې ویلي چې میاشتې کېږي امریکا نصرت جبهه نه ده په نښه کړې ځکه چې هغوی له نورو ډلو او ملکي خلکو سره ګډ شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

سرګي لاوروف ویلي، هره ورځ له خپل امریکایي سیال جان کیري سره خبرې کوي او وایي، امریکا باید د "شام فتحې جبهې" نه د منځلارو ډلو بېلول پیل کړي، خو امریکا دا موضوع د روسیې او سوریې د الوتنو په درېدو پورې تړي.

د جمعې په ورځ د سوریې دولتي ځواکونه او مخالفین د حلب په مرکز او شمال کې سره ونښتل. د سوریې دولتي ځواکونه د روسې په مرسته هڅه کوي دا ښار په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ملګري ملتونه وایي، په تېره یوه اونۍ کې په حلب کې د یو شمېر ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان د روسیې او سوریې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.