الوتکه کې سامسنګ تیلېفون اور اخیستی

د تیلېفون څښتن براین ګرین وايي، تیلېفون یې د الوتکې پر غولي وویشت
د عکس تشریح، د تیلېفون څښتن براین ګرین وايي، تیلېفون یې د الوتکې پر غولي وویشت

رپوټونه وايي، یوه سامسنګ ګلکسي نوټ ۷ تیلېفون د امریکا ساوت وېسټ هوايي چلند په یوه الوتکه کې اور اخیستی دی.

دغه شرکت مني هغه الوتکه یې تخلیه کړه، چې په پام کې وه د کنټاکي له لويي ویل څخه د مریلنډ بالتیمور ته د چارشنبې په ورځ والوځي.

سامسنګ شرکت په تېره سپټمبر میاشت کې د ګلکسي نوټ ۷ لرونکو خلکو ته ویلي وو، کولی شي تیلېفون کې د هغې تخنیکي ستونزې له کبله خپل تیلېفونونه بېرته ستانه کړي، چې د اور لګېدو سبب پکې ګرځېدای شي.

دغه شرکت ویلي، دا ستونزه یې مشخصه او حل کړې ده.

سامسنګ د چارشنبې په ورځ وویل، د دغې تازه پېښې د څېړنې په درشل کې دي.

یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "موږ د ساټ وېسټ شرکت له چارواکو سره په همکارۍ بوخت یو چې اور اخیستی تیلېفون راوړو او ددې پېښې اصلي لامل معلوم کړو. دغه تیلېفون موږ ته نور معلومات هم راکولی شي".

د ساوت وېسټ هوايي شرکت یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "یوه مسافر ویلي، له تیلېلفون یې لوګی پورته شو. ټول مسافر او د الوتکې عمله له الوتنې وړاندې له الوتکې ووتل".

د تیلېفون څښتن رسنیو ته ویلي، دا تیلېفون یې د سپټمبر پر ۲۱مه اخیستی دی.

سامسنګ خپل نوی تولید په تېره اګسټ میاشت کې بازار ته راویوست
د عکس تشریح، سامسنګ خپل نوی تولید په تېره اګسټ میاشت کې بازار ته راویوست

سامسنګ یوه میاشت وړاندې وروسته تر هغه د ستونزې د حلولو اعلان وکړ، چې د نوي سامسنګ نوټ ۷ د ډېرو ګرمېدو شکایتونه راپورته شول.

د تیلېفون څښتن ګرین ویلي، تیلېفون یې ګل و او نه چارجېده. په جیب کې یې و او تر حد ډېر ګرم شو.

هغه خپل تیلېفون د الوتکې په غولي وویشت هماغه وو چې تور او شین بخن لوګی ترې پورته شو.