"د باچاخان لمسۍ له مودي سره د ازاد پښتونستان لپاره ويني"

د یاسمین نګار خان په خبره پاکستان د پښتنو په خاوره کې د "ترهګرو ځالې" جوړې کړې دي

د عکس سرچینه، HINDUSTAN TIMES

د عکس تشریح، د یاسمین نګار خان په خبره پاکستان د پښتنو په خاوره کې د "ترهګرو ځالې" جوړې کړې دي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

د خان عبدالغفار خان یا باچاخان لمسۍ یاسمين نګار خان چې د هندوستان په کلکته کې مېشت ده او هلته د پښتنو د جرګې د یوه سازمان مشري کوي، له هندوستان ټایمز سره په خبرو کې ویلي، دا به د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وويني او ترې و به غواړي چې د بلوڅو په څېر د پښتنو مساله هم راپورته کړي.

نوموړې دغې ورځپاڼې ته ويلي چې دا به په کلکته کې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم پر ضد ډېر ژر يو لاريون هم وکړي.

یاسمین نګار خان زیاتوي، په دې خوشاله ده، چې نریندرا مودي د بېوزلو بلوڅو لپاره غږ پورته کړ خو باید همداسې اواز د پښتنو لپاره هم جګ کړي.

د نوموړې په وينا ځکه پښتانه هم هلته د "کړاو ژوند تېروي او له پاکستانه خپلواکي" غواړي.

  • <link type="page"><caption> هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160925_hh-india_modi_pakistan" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> "کرزي د بلوچستان په اړه د مودي د څرګندونو ملاتړ کړی"</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/weather/2016/08/160820_hh-karzai-backsmodis-balochistan-remarks" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> پاکستان: هند بلوچستان کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/08/160816_gng_pak_fo_reaction_modi" platform="highweb"/></link>

په دې وروستیو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو، "د پاکستان پوځ په بلوچستان او ګلګت بلتستان کې ډېر ظلم کړی او اوس وخت راغلی، چې پاکستان د دې ظلمونو ځواب ورکړي."

د مودي تر دې بیان وروسته که څه هم په بلوچستان کې خپلواکي غوښتونکو بلوڅ ملتپالو د هغه د دغه بیان تود هرکلی وکړ، خو پاکستان يې پر ضد سخت غبرګون وښود.

پاکستان تل د بېلتون پالو بلوڅو د وسله والې مبارزې تر شا د هند لاس بولي.

آغلې نګار خان په دغه مرکه کې زیاتوي، د بلوڅو او بلوچستان په څېر پښتانه او پښتونخوا هم وروسته پاتې ساتل شوي او پښتانه هم په لوی لاس له زده کړو بې برخې ساتل شوي دي.

د یاسمین نګار خان په خبره "پاکستان د پښتنو په خاوره کې د ترهګرو ځالې جوړې کړې دي او په سیمه کې ترهګر او ترهګري خپروي."

دا زیاتوي، پاکستان باید په نړیواله کچه د "یوه ترهګر هېواد" په توګه وپېژندل شي.

تراوسه پاکستان د اغلې یاسمین نګار خان د دغه بیان په ځواب کې څه نه دي ویلي.