شوکت میرضیایوف د ازبکستان موقت ولسمشر په توګه تایید شوی

د عکس سرچینه، Getty
د ازبکستان پارلمان د دغه هېواد لومړی وزیر ۵۹ کلن شوکت میرضیایوف د موقت ولسمشر په توګه تایید کړی دی.
دا یوه څرګنده اشاره ده، چې ښايي نوموړی د اوږده مهال لپاره د ځواکمن پخواني ولسمشر اسلام کریموف ځای ناستی شي، چې تېره اونۍ ومړ.
د اساسي قانون له مخې باید د دغه هېواد د مشرانو جرګې مشر نګمت الله یولداشوف د موقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی وای، چې د رپوټونو له مخې داسې نه دي شوي.
دغه راز پارلمان په درې میاشتې مودې کې د ټاکنو تر سره کېدل هم تایید کړي دي.
د بي بي سي خبریال عبدالجلیل عبدالرسولوف وايي، ښايي ټاکنې یوازې هغسې رسمي بڼه ولري، چې د اسلام کریموف د واکمنۍ پر مهال یې درلوده.
۷۸ کلن کریموف د دماغي سکتې له کبله تېره اوونۍ ومړ او د اوونۍ پای کې خپل پلرني ښار سمرقند کې خاورو ته وسپارل شو. ښاغلی کریموف د اسیا له ډېرو مستبدو واکمنو یو بلل کېږي، چې د مخالفو غږونو غلي کولو تورونه پرې لګېدل.

ښاغلي ممیرضیایوف د کریموف خاورو ته سپارلو مراسمو کې تر ټولو څرګند شخصیت و او د روانې اونۍ لومړیو کې یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.
د بي بي سي مانیټورینګ رپوټ کې ویل شوي، چې ښاغلی میرضیایوف د ۱۹۵۷ کال د جولای په ۲۴ زېدلی او د زېږېدو ځای په اړه یې اختلاف شته.
یو شمېر کسان وايي هغه د تاجکستان په اراتیپه سیمه کې زېږېدلی، چې وروسته یې کورنۍ ازبکستان ته لېږدېدلې.
ښاغلی میرضیایوف د میخانیکي انجینرۍ برخه کې زده کړې او د سمرقند او جیزاخ سیمو د والي په توګه یې دنده تر سره کړې.
نوموړی ۲۰۰۳ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او اسلام کریموف ته ډېر نژدې کس بلل کېده.








