افغان ولسمشر د ازبک سیال د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره سمرقند ته لاړ

اسلام کریموف تيره شنبه د مغزي سکتې له امله په روغتون کې بستر شو، خو د مړینې خبر یې د جمعې په ورځ تایید شو.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، اسلام کریموف تيره شنبه د مغزي سکتې له امله په روغتون کې بستر شو، خو د مړینې خبر یې د جمعې په ورځ تایید شو.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره سمرقند ته لاړ.

له ارګ په خپره شوې رسنیزه خبرتیا کې راغلي، ښاغلی غني نن سهار ( شنبه د وږي ۱۳) له کابل څخه د ازبکستان سمرقند ښار ته وخوځېد.

د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې مراسمو کې به د ډېرو هیوادونو ولسمشران، لومړي وزیران یا نور لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

په ازبکستان کې درې ورځې ملي ماتم

له نږدې ۲۷ کلونو راهیسې اسلام کریموف پر ازبکستان واکمن و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له نږدې ۲۷ کلونو راهیسې اسلام کریموف پر ازبکستان واکمن و.

۷۸ کلن اسلام کریموف تېره شنبه د مغزي سکتې له امله روغتون ته ولېږدول شو، چې ور سره یې د مړینې ګنګوسې هم خپرې شوې، خو ازبک چارواکو د جمعې په ورځ د هغه مړینه تایید کړه.

د اسلام کریموف د جنازې مراسمو لپاره د هغه په پلرني ټاټوبي سمرقند کې تیاری نیول شوی، چې د شنبې په ورځ پکې خاورو ته سپارل کیږی.

د نوموړي د مړینې له امله په ټول هیواد کې درې ورځې ملي ویراعلان شوی دی.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې چې ازبکستان پکې خپلواکي اخیستې، له همغه مهاله تراوسه پورې اسلام کریموف پر ازبکستان واکمن و.