د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف خاورو ته وسپارل شو

ښاغلی کريموف له تېرو ۲۷ کلونو د ازبکستان ولسمشر و

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلی کريموف له تېرو ۲۷ کلونو د ازبکستان ولسمشر و

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف چې تېره ورځ مړ شوی و نن (۳ سپټمبر) يې د جنازې مراسم تر سره او د دغه هېواد په سمرقند کې خاورو ته وسپارل شو.

تر دې وړاندې د ده جنازه له پلازمېنې تاشکند څخه خپل پلرني ټاټوبي سمرقند ته لېږدول شوې وه.

په ازبکستان کې نوموړي ته د درناوۍ په خاطر درې ورځنی مې وير اعلان شوی دی.

د اسلام کريموف تابوت په سپينه کپړه او د ازبکستان پر بيرغ پوښل شوی و چې د لارې په اوږدو کې ګڼو خلکو ده ته درناوی وړاندې کړ او ویر یې کاوه.

وړاندې ۷۸ کلن اسلام کریموف د مغزي سکتې له امله روغتون ته لېږدول شوی و چې وروسته یې د مړیني ګونګوسې هم خپرې شوې خو ازبک چارواکو د جمعې په ورځ د هغه مړینه تایید کړه.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د نړۍ يو شمېر مشرانو هم ګډون کړی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د نړۍ يو شمېر مشرانو هم ګډون کړی و

د نوموړي په جنازه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې لومړی وزیر دیمیري میدودف، د ایران د بهرنیو چارو ویر جواد ظریف او د ځینو نورو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

ښاغلی کريموف په اسيا کې له خورا مهمو واکمنو بلل کېده چې ۲۷ کاله يې پر خپل هېواد واکمني وکړه.

نوموړی د بشري حقونو د څار ډلو لخوا د خپلو مخالفینو په ځپلو او له بشري حقونو په سرغړونه هم تورن و.

د اسلام کريموف تابوت په سپينه کپړه او د ازبکستان پر بيرغ پوښل شوی و چې د لارې په اوږدو کې ګڼو خلکو ده ته درناوی وړاندې کړ او ویر یې کاوه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د اسلام کريموف تابوت په سپينه کپړه او د ازبکستان پر بيرغ پوښل شوی و چې د لارې په اوږدو کې ګڼو خلکو ده ته درناوی وړاندې کړ او ویر یې کاوه.
په ازبکستان کې نوموړي ته د درناوۍ په خاطر درې ورځنی مې وير اعلان شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ازبکستان کې نوموړي ته د درناوۍ په خاطر درې ورځنی مې وير اعلان شوی دی

د ولسمشر کریموف څرګند ځای ناستی لا تراوسه معلوم نه دی خو اوس پوښتنه دا راپورته کېږي، چې د ده ځای ناستی به څوک وي؟

د ښاغلي کریموف د کورنۍ پر ځینو غړو د فساد تورونو له لګېدو وروسته دا وروستیو کلونو کې د هغه د ځای ناستي په اړه تاوده بحثونه پیل شول.

یو وخت خو د ډېرو په نظر د ده مشره لور ګلناره د ځای ناستې په توګه مناسبه وه، خو ګلناره هغه مهال د خلکو له پامه ولوېده چې په فساد تورنه شوه او اوس مهال په خپل کور کې نظربنده ده.

د دغه هېواد تر ټولو اوږد مهاله لومړی وزیر شوکت مرزایوف او مرستیال یې رستم اعظیموف هغه دوه کسان دې چې کېدای شي د ده ځای ناستي شي.