تر ټولو اوږدې الوتکې ته د کېناستو پر مهال زیان اوښتی

داسې فکر کېږي، چې د الوتکې د کنټورل برخې ' کاکپټ ' ته زیان اوښتی دی

د عکس سرچینه، SBNA

د عکس تشریح، داسې فکر کېږي، چې د الوتکې د کنټورل برخې ' کاکپټ ' ته زیان اوښتی دی

د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه ( ایرلانډر ۱۰ ) د دویمې ازمایښتي الوتنې پر مهال پړمخې ړنګه شوه او زیان ورته اوښتی دی.

دغه الوتکه چې ۹۲ متره اوږدوالی لري نیمه برخه یې الوتکه ده او نیمه یې هم هوايي بېړۍ.

پېښه د بیډفورډشایر په کارډینګټون هوايي اډې کې رامنځته شوې.

دغه الوتکه چې ۲۵ میلیونه پاونډه لګښت پرې شوې د ړنګېدو پر مهال یې د کنټرول برخې ته زیان اوښتی دی.

پېښه د بیډفورډشایر په کارډینګټون هوايي اډې کې رامنځته شوې

د عکس سرچینه، SBNA

د عکس تشریح، پېښه د بیډفورډشایر په کارډینګټون هوايي اډې کې رامنځته شوې

مسوولین وايي پېښه کې ' د عملې کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی. '

د یوه ویاند په خبره، 'الوت سم پیل شو، خو وروسته د کښېناستو پر مهال ستونزه پېښه شوه. نور معلومات به وروسته وړاندې شي.'

دغې الوتکې د اګست په ۱۷ نېټه لومړۍ ازمایښتي الوت کړی و.

الوتکه په لومړي سر کې د څارګرې الوتکې په توګه د امریکا حکومت لپاره جوړه شوې وه، خو وروسته د دفاعي بودیجې لږوالي له کبله دغه پروژه په ټپه ودرېده.

پر دغه الوتکه ۲۵ میلیونه پاونډه لګښت شوی دی

د عکس سرچینه، SBNA

د عکس تشریح، پر دغه الوتکه ۲۵ میلیونه پاونډه لګښت شوی دی

مې ۲۰۱۵ کې یو ځل بیا د دغې الوتکې الوځولو لپاره کمپاین پیل شو.

د پروژې د الوتکې تولیدونکې کمپنۍ ایچ اي وي اړوند چارواکي وايي دغه الوتکه د مرستو لېږد، څارګرۍ او ان د مساپرو لېږدولو لپاره کارول کېدای شي.

دوی وايي دغه ستره الوتکه تر پنځو ورځو پورې په هوا کې د پاتې کېدو وړتیا لري. د کمپنۍ په وینا له ۲۰۱۲ کال وروسته هر کال دغه ډول ۱۰ الوتکې تولید کېدای شي.