د نیس بریدګر څوک و؟

دا چې برید کوونکي وسله هم لرله، خو په لارۍ کې نورې موندل شوې وسلې جعلي وې، له همدې کبله دا پوښتنه راپورته کېږي چې برید کوونکی د سخت دریځو ډلو له ملاتړه څومره برخمن و.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دا چې برید کوونکي وسله هم لرله، خو په لارۍ کې نورې موندل شوې وسلې جعلي وې، له همدې کبله دا پوښتنه راپورته کېږي چې برید کوونکی د سخت دریځو ډلو له ملاتړه څومره برخمن و.

د فرانسې پولیسو لاهم د هغه سړي هویت نه دی تایید کړی، چې په سپینه لارۍ کې سپور و او نیس ښار کې یې د باسټيل ورځې لمانځلو پرمهال خلک تر لارې لاندې کړل.

خو تر اوسه چې د برید کوونکي په اړه کوم معلومات خپاره شوي دي، ویل کېږي چې نوم یې محمد لحوایج بو هلال و او ۳۱ کاله عمر یې درلود، خو وړاندې یې له کومې سخت دریځې ډلې سره کوم تړاو نه درلود.

یاد سړی تونس الاصله فرانسوی ګڼل شوی.

د نیس پولیسو په لارۍ کې ځینې داسې اسناد موندلي، چې ښيي هغه فرانسوی دی او په نیس ښار کې اوسېده.

هغه مخکې له پولیسو سره په کوچنیو جرمونو کې لاس او ګرېوان شوی، خو له سخت دریځو ډلو سره تور پرې نه دی لګول شوی او نوم یې هم د پولیسو تر څار لاندې لیست کې نه شته.

عیني شاهدانو ویلي، په پیل کې دوی داسې انګیرله چې ګني لارۍ له کنټروله وتلې ده، خو وروسته یې پام شو چې لارۍ په لوی پر خلکو ورخېژول کېږي.

یوه عیني شاهد ویلي: "ما ان دا فرصت هم وموند چې د چلوونکي څېره ووینم، هغه ږیره لرله او ښکارېده چې له دې کاره خوند اخلي".

عیني شاهدانو ویلي، په پیل کې دوی داسې انګیرله چې ګني لارۍ له کنټروله وتلې ده، خو وروسته یې پام شو چې لارۍ په لوی پر خلکو ورخېژول کېږي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، عیني شاهدانو ویلي، په پیل کې دوی داسې انګیرله چې ګني لارۍ له کنټروله وتلې ده، خو وروسته یې پام شو چې لارۍ په لوی پر خلکو ورخېژول کېږي.
د فرانسې کورنۍ رسنۍ وايي، په لارۍ کې د چلوونکي د موټر چلولو جواز، یو کارت او ګرځنده تیلېفون موندل شوي او پولیسو د جمعې په ورځ ګهیځ د نیس ښار د اورګاډو تمځي ته څېرمه په اباتوار سیمه کې د ده کور تلاشي کړی او هرڅه یې پکې لټولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرانسې کورنۍ رسنۍ وايي، په لارۍ کې د چلوونکي د موټر چلولو جواز، یو کارت او ګرځنده تیلېفون موندل شوي او پولیسو د جمعې په ورځ ګهیځ د نیس ښار د اورګاډو تمځي ته څېرمه په اباتوار سیمه کې د ده کور تلاشي کړی او هرڅه یې پکې لټولي دي.

د یوه راپو له مخې، دغه سړي له برید څو ورځې وړاندې له یوه شرکت نه لارۍ د نیس په ختیځ سن لوران کې په کرایه اخیستې وه.

د فرانسې کورنۍ رسنۍ وايي، په لارۍ کې د چلوونکي د موټر چلولو جواز، یو کارت او ګرځنده تیلېفون موندل شوي او پولیسو د جمعې په ورځ ګهیځ د نیس ښار د اورګاډو تمځي ته څېرمه په اباتوار سیمه کې د ده کور تلاشي کړی او هرڅه یې پکې لټولي دي.

دا چې برید کوونکي وسله هم لرله، خو په لارۍ کې نورې موندل شوې وسلې جعلي وې، له همدې کبله دا پوښتنه راپورته کېږي چې برید کوونکی د سخت دریځو ډلو له ملاتړه څومره برخمن و.

ګڼ کسان دا برید په ۲۰۱۴ کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د ویاند ابو محمد العدناني پر وېډیويي پیغام پورې تړلی بولي.

محمد مرح

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فرانسه کې مېشتو سخت دریځو برید کوونکو له محمد مرح نه په الهام اخیستو بریدونه پیل کړل. مرح په ۲۰۱۲ کال د فرانسې تولوس کې برید وکړ.

هغه پخپل غږیز پیغام کې د داعش ملاتړي بریدونو ته هڅولي وو او سپارښتنه یې ورته کړې وه چې "که بمونه نه شئ چوولی یا په وسلو بریدونه نه شئ کولی، دوی تر خپل موټر لاندې کړئ".

فرانسه کې مېشتو سخت دریځو برید کوونکو له محمد مرح نه په الهام اخیستو بریدونه پیل کړل. مرح په ۲۰۱۲ کال د فرانسې تولوس کې برید وکړ.

ښکاري چې د نیس د برید اصلي عامل هم د العدناني د پیغام عملي کول وي.