د فرانسې د برید په اړه د نړیوالو مشرانو غبرګون

د عکس سرچینه، epa
د نړۍ مشران د فرانسې نیس ښار خونړي برید کې د قربانیانو په غمشریکۍ سره راغونډ شوي دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په لومړي غبرګون کې دا یو "ترهګریز برید" وباله. ده وویل، امریکا د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي کوي.
نوموړي فرانسه د امریکا "پخوانۍ ملګرې" وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا یو "ناشولته برید" بللی دی.
نوموړی وايي: "ویاړم چې نن پاریس کې د فرانسې له مشرانو سره د باسټیلي د ورځې لمانځو مراسمو کې ولاړ یم، امریکا به ددغې غمیزې پرمهال د فرانسې د خلکو ترڅنګ ټینګه ولاړه وي".

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک، چې منګولیا کې د اسیا – اروپا په یوه ګډه غونډه کې بوخت و، دا د فرانسې او اروپا لپاره یوه "غمناکه ورځ" ګڼلې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه له نورو مشرانو سره ځینې انځورونه خپاره کړي، چې د یوې شېبې لپاره د سرمشریزې په درشل کې چوپې خولې ولاړ دي.

د چین یوه چارواکي لي کینګیانګ هم د سرمشریزې پرمهال ویلي: "موږ هر ډول ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي اعلانوو او موږ به له هر راز ترهګرۍ سره مبارزه وکړو".

د عکس سرچینه،
د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند کانديد ډونالډ ټرمپ د نيس پېښه غندلې او وايي "دا يو بل ډراوونکی بريد و، دا ځل د فرانسې ښار نيس کې، ګڼ کسان وژل او ټپيان شوي، موږ به کله له دې زده کوو"

د جاپان "جيجي پرېس" د راپور له مخې، د جاپان لومړي وزیر شنزو ابي هم په سرمشریزه کې خپل غږ پورته کړی چې په وینا یې "بې زړه ترهګر بې ګناه ولسي خلک وژني، چې دا کار هېڅ د بښلو وړ نه دی".
د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې تېریزا مې تر اوسه پخپله د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د هغې ویاند دا یو "خطرناک برید" بللی دی.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو په ټویټر کې په انګلیسي او فرانسوي ژبو د فرانسې له خلکو سره د غمشریکۍ پیغامونه لیکلي دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنوبل هم دا برید غندلی.

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر پخپل غبرګون کې د فرانسې پر ملکي وګړو برید "وحشیانه جنایت" بللی دی.









