فرانسه کې پر ګڼې ګوڼې د لارۍ برید ۸۴ کسان وژلي

د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.

د فرانسې خبري رسنیو ویلي، د لارۍ چلوونکي نوم محمد لحوایج بو هلال دی چې امنیتي کسانو یې نن په نیس ښار کې د استوګنځې ځای هم پلټلی دی.

رپوټونه وايي، په وژل شویو کې تر اوسه د یوه اوکرایني، یوه روسي او دوو امریکايي وګړو هویت په ډاګه شوی دی.

بریتانیا ویلي، یو وګړی یې په برید کې ټپي شوی.

د امریکا ان بي سي تلوېزیون ویلي، د امریکا مشهور بیسبال روزونکی شان کلارک او د هغه ۱۱ کلن زوی برودي هم د نیس په برید کې وژل شوي.

د عکس سرچینه، AP

فرانسه کې خونړي بریدونه

  • جون ۲۰۱۶ – پر "اسلامي دولت" نومې ډلې پورې یوه تړلي اورپکي پاریس ته څېرمه مګناویل کې دوه پولیس چارواکي ووژل
  • نومبر ۲۰۱۵ - پاریس کې اوو په وسلو سمبالو کسانو او ځانمرګي برید ۱۳۰ کسان ووژل او تر ۳۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، دا د فرانسې تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی
  • جون ۲۰۱۵ – له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلي مشکوک سړي وروسته تر هغه د خپل مشر سر غوڅ کړ چې موټر یې په لیون کې د فابریکې د مایعو اور اخیستونکو توکو برخې ته ورټېل واهه
  • جنوري ۲۰۱۵ – پاریس کې د دوو په وسلو سمبالو کسانو برید کې ۱۷ کسان ووژل شول، برید د یوې طنزیه (چارلي ابدو) مجلې پر دفتر پیل شو
  • مارچ ۲۰۱۲ – په وسلې سمبال سړي د تولوس او منتاوابن په یهودي ښوونځي کې د یوه ښوونکي او درو ماشومانو په ګډون اوه کسان ووژل

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دا یو "ترهګریز" برید بلی او په هېواد کې کې یې بېړنی حالت درې میاشتې نور غځولی دی.

اولاند وايي، فرانسه به په سوریه او عراق کې خپل عملیات ډېر کړي چې په وینا یې "هغه کسان پخپلو کورونو کې په نښه کړو، چې پر موږ یې بریدونه کړي". فرانسه د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې ضد نړیوال ایتلاف غړې ده.

اولاند ویلي، "په دغه برید کې، چې ترهګریز برید یې ګڼلی شو، ماشومان هم وژل شوي".

د فرانسې پولیسو ویلي، ځینې داسې پاڼې یې موندلې، چې د لارۍ چلوونکی تونسي الاصله فرانسوی دی.

یوه عیني شاهد ویلي، پر سړک مړي پراته دي او د وینو بوی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یوه عیني شاهد ویلي، پر سړک مړي پراته دي او د وینو بوی دی
له پېښې وروسته دغه سیمه کلا بند شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له پېښې وروسته دغه سیمه کلا بند شوې ده.
د فرانسې پولیسو ویلي، داسې پاڼې یې موندلې، چې د لارۍ چلوونکی او برید کوونکی تونسي الاصله فرانسوی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د فرانسې پولیسو ویلي، داسې پاڼې یې موندلې، چې د لارۍ چلوونکی او برید کوونکی تونسي الاصله فرانسوی دی

"د چلوونکي درولو هڅه مې وکړه"

د نادر شافعي په نامه یوه مصري عیني شاهد ویلي، هڅه یې وکړه چې د لارۍ چلوونکی ودروي، خو د ده خبرې یې بابیزه وګڼلې:

"ما پرې چیغې وهلې. خپل لاسونه مې ورته ښورول چې ودرېږي، هڅه مې وکړه ورته ووایم چې ودرېږه، ځکه چې هلته ډېر زیات خلک تر لارۍ لاندې او ووژل شول. خو هغه مې خبرې بابیزه وګڼلې. ناڅاپه یې تلیفون غوندې یوشیراواخیست، فکر مې وکړ چې امبولانس ته زنګ وهي، خو زما ګومان غلط و، ځکه ده ټوپک راواخیست او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې".

ویل کېږي چې لارۍ په تېزۍ سره هغه مهال پر خلکو ورغلله کله چې دوی د اورلوبې ننداره کوله.

په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې لسګونه کسان پر سړکونو پراته دي.

چارواکي دغه پېښه یو لوی برید بولي او له خلکو یې غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ولسمشر اولاند درې میاشتې نور بېړنی حالت غځولی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر اولاند درې میاشتې نور بېړنی حالت غځولی دی
د لارۍ چلوونکى له پوليسو لخوا په ډزو وژل شوى دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لارۍ چلوونکى له پوليسو لخوا په ډزو وژل شوى دی.

د عکس سرچینه، AFP

د نیس څارنوال وايي‌ لارۍ شاوخوا دوو کيلومتره پورې پرخلکو بېول شوې ده.

د لارۍ چلوونکى له پوليسو لخوا په ډزو وژل شوى دی.

ځینې رپوټونه وايي چې د لارۍ دننه وسلې او لاسي بمونه هم موندل شوي دي.

عیني شاهدان وايي واټونو کې ويره خوره شوې ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دغه هېواد جنوب ته خپل سفر لنډ کړې او د یوې بېړنۍ غونډې لپاره پاریس ته را ستون شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه غندلې
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه غندلې

د عکس سرچینه،

د نیس ښاروال کریستیان استروسي د فرانسې یوه تلویزیون ته ویلي‌ "پولیسو پر چلوونکي هغه مهال ډزې کړي کله چې هغه پر خلکو ډزې کولې".

د ښاغلي‌ استروسي په وینا چلوونکي‌ دا کار په بشپړ قصدي ډول کړی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه غندلې او دا يې "یو وحشتناک او ترهګریز برید" بللی.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغې پېښې جزییات څاري او په دې اړه د ځايي چارواکو سره په تماس کې دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP