هند کې د ۴۵۰۰ کلنې مصرۍ مومیا شوې مجسمې بیارغونه

د عکس سرچینه، Sriram Karri
- Author, * سري رام کاري، حیدر اباد مېشتی لیکوال
- دنده, پښتو: هدایت الله همیم
د هند ممبۍ کې د مجسمو تر ټولو لوی ترمیموونکی انوپام ساه د "پرېنس اف وېلز" هغې مجسمې په بیارغولو کې بریالی شوی، چې عمر یې ۴۵۰۰ کاله اټکل شوی.
دا مومیا د هند جنوبي حیدر اباد ښار د موزیم برخه ده.
اټکل دی چې دا د "نایشو" په نامه د یوې مصرۍ ملکې د مړي مومیا ده، چې له میلاد نژدې ۲۵۰۰ کاله وړاندې زیږېدلې وه. دغه مومیا له ۱۹۲۰ کال راهیسې د یاد موزیم تر ټولو ښکلی سینګار ګڼل کېږي، خو چندان پام نه دی ورته شوی.
د موزیم سمبالوونکو یو کال وړاندې ومونده، چې د بې پامۍ له کبله دغه مومیا په خرابېدو ده.
ویل کېږي چې د مومیا شوي مړي چارچاپېره مواد په تویېدو دي او د مخ، اوږو او سینې شاوخوا سینګار شوې برخې یې هم ژوبلې شوې دي.
دا چې مومیا شوی مړی ډېر ټینګ تړل شوی، تر سستېدو وروسته هم زیان ورته اوښتی دی.
کله چې د مومیا د خرابېدو وېره ډېره شوه، د موزیم چارواکو د هند له لوی ترمیموونکي انوپام ساه مرسته وغوښته، نوموړي د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې له شپږو نورو کارپوهانو سره یوځای د مومیا د ترمیم چارې پیل کړې.
کارپوهانو او کاري ډلې پرته له دې چې نور کیمیاوي مواد وکاروي، د مومیا تړل شوې برخې په هماغه ډول ورغولې، چې په لومړي سر کې پېچل شوې وې. ددوی دې کار څو اونۍ وخت ونیو.

د عکس سرچینه، Sriram Karri
ساه وايي، که څه هم دده ډلې دا ډول توکي نه وو کارولي، خو بیا یې هم په بریالیتوب د ملکې مومیا شوی مړی په په سمه توګه ورغاوه:
"مومیا ډېره خرابه وه او خوځول یې هم لویه ستونزه وه چې له خطر سره یې مخامخوله. موږ باید په ډېر مهارت خپل کار مخته بېولی وای؛ ځکه چې کالي یې ډېر زاړه شوي وو. خو موږ باوري یو چې مومیا مو په لسو ورځو کې نژدې خپل لومړني حالت ته پرته له دې چې زیان ورواوړي، ستنه کړې ده".
ساه بي بي سي ته وویل: "نو موږ اړ شوو چې له مالوچو په ګټې اخیستو د مومیا د ټوکر څو قاته ځای پرځای کړو او د لمر له ډېرو توېدو مخکې مو هغه نژدې خپل لومړني حالت ته ستنه کړه".
د نایشو ملکې دغه مومیا شوې مجسمه له ۱۹۲۰ کال راهیسې د حیدراباد ایالت موزیم کې ده. دغه مومیا په مصر کې د حیدر اباد د (نظام) د واکمنۍ پرمهال د میر محبوب علي خان د اوښي نصیر نواز جنګ له خوا رانیول شوې وه.

د عکس سرچینه، Hyderabad State Museum
تر اوسه روښانه نه ده چې ایا دغه مومیا په پیسو اخیستل شوې او که په شخصي دول رانیول شوې او یا له موزیم راوړل شوې ده، خو اټکل دی چې نوموړي د مومیا لپاره تر ۱۰۰۰ ډېر پونډه ورکړي دي.
ښاغلي جنګ دغه مومیا بل (نظام) [میر عثمان علي خان] ته ډالۍ کړې، چې هغه بیا موزیم ته هدیه کړې ده، چې له هماغه وخت راهیسې په ښیښه يي ځای کې ساتل کېږي.
د موزیم او لرغونتوکو مشرې اېن ار ویسالاچي ویل: "اوس موږ نایتروجن ورسره کاروو، چې مومیا له 'زنګ' څخه ساتي او د وخت په تېرېدو نه خرابېږي. دا د حیدر اباد موزیم کې د مصري تاریخ یوه لویه لرغونې ټوټه ده. دلته چې راځم ډېره حیرانېږم، دغې ملکې له میلاد نژدې ۲۵ پېړۍ وړاندې ژوند کړی، موږ یې باید وساتو".
ساه چې د هیمالیا په نامه د لرغونو او هنري توکو د ساتنې د ټولنې بنسټګر او مشر هم دی، وايي دلته خلک سم نه دي پوهول شوي چې په هندي ټولنه کې تاریخي اثار څرنګه په ښه توګه وساتل شي.

د عکس سرچینه، Hyderabad State Museum

د عکس سرچینه، Hyderabad State Museum

د عکس سرچینه، Hyderabad State Museum








