امریکا له سواته د بودا غلا شوې مجسمه پاکستان ته ستنه کړه

امریکا پاکستان ته له تیږې د بودا د نښې هغه جوړه شوې مجسمه ستنه کړې ده، چې ویل کېږي په ۱۹۸۰ لسیزه کې له سوات درې نه غلا شوې او امریکا ته په قاچاق وړل شوې وه.
د دویمې پېړۍ دغه لرغونې ټوټه د ځینو مذهبي نښو ترڅنګ د بودا د پښو نښه هم لري، چې ویل کېږي له سوات درې نه ایستل شوې او په پای کې امریکا ته پا قاچاق وړل شوې ده.
د لرغونتوکو یو جاپانی کاروباري، چې دا مجسمه یې له توکیو نه امریکا ته وړې وه، په تېره اپرېل میاشت کې د دغې شتمنۍ د غلا په تور مجرم پېژندل شوی.
د اټکل له مخې، د یادې مجسمې ارزښت ۱ میلیون ډالر اټکل شوی، چې په لیلام کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وه، خو د نیویارک چارواکو یې خرڅول بند کړل.
د نیویارک څارنوال دغه مجسمه د چارشنبې په ورځ په یولړ مراسمو کې امریکا کې د پاکستان د سفارت مرستیال رضوان سعید شیخ ته وسپارله.
ښاغلي شیخ وویل "دا د پاکستان د کلتوري تاریخ یوه مهمه برخه ده"، چې په وینا یې د لنډ وخت لپاره به په نیویارک کې وساتله شي او شاید د نندارې لپاره هم وړاندې شي.
د منهاټن ولسوالۍ څارنوال سیرس آر وېنس جي آر ویلي، دا لرغونې ټوټه له ملکیت ورهاخوا ډېر ارزښت لري.

نوموړي اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي: "دا یوه لرغونې ټوټه ده چې د پاکستان تاریخ او کلتور څرګندوي، دا لرغونتوکی باید وساتل شي".








