چین کې د 'ابو الهول' مجسمه، ړنګول یې دوام لري

د عکس سرچینه، Reuters
چین د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره د مصر قاهره کې د ابو الهول د مشهورې مجسمې په شان د یوې جوړې شوې مجسمې ړنګولو ته دوام ورکړی.
چین دا ګام وروسته تر هغه پورته کړی، چې ټیک دوه کاله چین او مصر ددغې مجسمې د جوړېدو په اړه ناندرۍ ووهلې، مصر یونیسکو ته شکایت کړی، چې شاید په چین کې ددغې مجسمې جوړېډل به د قاهرې سیاحت ته ډېر زیان واړوي.
دغه مجسمه ۶۰ متره اوږده او ۲۰ متره لوړه ده، چې د ابو الهول د اصلي مجسمې په شان له کانکریټ نه جوړېده.
دا مجسمه د چین په یوه شمالي سیاحتي سیمه کې پیل شوې وه، چې هلته د (جنت) په نامه د معبد یوه کاپي او د پاریس د لوفر موزیم یوه بله کاپي هم جوړه شوې.
د چین ددغې سیمې د سیاحت اړوند شرکت دې ځای ته د سیلانیانو د ورتګ اجازه ورکړې، خو په مقابل کې یوازې یو ډالر ترې اخلي.
وروسته تر هغه چې مصر د چین چارواکو ته شکایت وکړ او په دې ځای کې یې د ابو الهول د مجسمې نه جوړېدو غوښتنه وکړه، چینايي چارواکو یې د لیرې کېدو ژمنه هم وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
پر دغې مجسمې ۱٫۳ میلیون ډالر لګښت راغلی، چې په تړاو یې د چین او مصر د شخړې په موده کې میلیونونه سیلانیان لیدو ته ورغلي دي.
د چین په ختیځ کې د ابو الهول یوه بله مجسمه هم شته.








