د لینن د مجسمې ستر "سر" ۲۴ کاله وروسته له خاورو راوایستل شو

د عکس سرچینه، AFP
د روسي انقلابي، ولادیمیر لینن، د مجسمې یو غټ سر، له ۲۴ کلو وروسته د جرمني په یو ځنګله کې له خاورو بېرته راوایستل شو.
له ګرانیټ ډبرو جوړ شوی دغه سر د برلین نه بهر یوه ځنګله کې هغه وخت بېرته له خاورو را وایستل شو چې یو شمېر تاریخ پوهانو یې د بېرته را ایستلو لپاره کمپاین کړی و او غوښتل یې چې هغه په میوزیم کې وساتي.
دغه سر یو وخت د کمونیست مشر، لینن، د ۱۹ متریزه مجسمې یوه برخه وه، چې د ختیځ برلین په ښار کې ولاړه وه.
په ۱۹۹۱ کال کې کله چې د برلین دیوال ړنګ شو، دا مجسمه ویجاړه شوې وه او ټوټې یې په یوه ګوښه ځنګله کې ښخې شوې وې.
دغه مجسمه د جرمني د بیا یووالي په اړه د ۲۰۰۳ کال په یوه مشهور فلم کې چې ’لیننه په مخه دې ښه’ نومېده، هم ښودل شوې ده.
د دې فلم په یوې صحنې کې ښودل شوې چې دا مجسمه په یوې چورلکې کې له ښاره وړل کېږي.
اوس به د لینن دا ۳،۵ ټنه سر له ځنګله نه د لویدیځ برلین د (سپانداو سیتادل) میوزیم ته وړل کېږي او هلته به د جرمنې د تاریخي آثارو په نندارتون کې ایښودل کېږي.
دا د لینن د مجسمې یوازینۍ برخه ده چې له خاورو بېرته را ایستل شوې.








