تر ټولو لوی نا تراشل شوی الماس پلور ته وړاندې کېږي

دغه ډول الماس په ژوند کې یوازې یو ځل موندل کېږي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دغه ډول الماس په ژوند کې یوازې یو ځل موندل کېږي

د لندن یوه کم ساري لیلامي کې د نړۍ تر ټولو لوی الماس ته چې توږل شوی نه دی ښايي تر ۵۲ میلیونو پاونډو پورې بیه وټاکله شي.

دغه الماس ته د لیزيډي لا رونا نوم ورکړل شوی او حجم یې د ټینس لوبې د توپ هومره دی.

دغه الماس تېر کال د افریقايي هېواد بوټسوانا له یوه کانه را وایستل شو او وزن یې ۱۱۰۹ قیراطه دی. ماهرین فکر کوي، چې دغه الماس دوه نیم میلیارده کاله پخوانی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په مې فئر لیلامي کې دومره لوی ناتراشل شوی الماس پلور ته وړاندې کېږي. دغه الماس به په سدبي لیلامي مرکز کې پلور ته وړاندې شي.

لیزیډي لارونا د ټسوانا ژبې اصطلاح ده او معانا یې ده ' زموږ رڼا ' دغه الماس لوکارا ډایمنډ شرکت له کارووې نومي کانه را ایستلی و. د سدبي لیلام مرکز د ګاڼو برخې مشر ډېوډ بېنیټ په خبره:

دغه ډول الماس په ژوند کې یوازې یو ځل موندل کېږي
ډېوېډ بېینیټ

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دغه ډول الماس په ژوند کې یوازې یو ځل موندل کېږي ډېوېډ بېینیټ

''دغه ډول الماس په ژوند کې یوازې یو ځل موندل کېږي. د دغه لیلام هره برخه بې ساري ده، نه یوازې د دغه الماس کچه او معیار بې ساري دي، بلکې تر اوسه په یوه عامه لیلامي کې دغه ډول الماس نه دی پلورل شوی، چې د دغه الماس سره پرتله شي.''

د امریکا جیمولوجیکل انسټیټیوټ په وینا:

'دغه ډول الماس له کیمیاويي پلوه نګه وي او شفافیت یې فوق العاده دی.'

نړۍ کې یوازې یو داسې الماس شته، چې له لیزیډي لوی دی او هغه ۱۹۰۵ کال کې له افریقا موندل شوی و، چې بیا د بریتانیا د هغه مهال پاچا اووم اېدوارډ ته وړاندې شوی و. د هغه الماس وزن ۳۱۰۶ قیراطه و.